په افغانستان کې د پاکستاني مهاجر ماشومانو له پاره ښوونځي
له شمالي وزيرستان څخه افغانستان ته تللو پاکستانيو مهاجر ماشومانو له پاره يو ښوونځي جوړ شوی. دغه ښوونځي د افغانستان په لمن نومې سيمې کې پروت دی.
د ښوونځي بنښټ ایښودونکی هم پاکستانی دی
د افغانستان په لمن سيمه کې د شمالي وزيرستان مهاجرو ماشومانو لپاره دغه د خيمو ښوونځی، د شمالي وزيرستان اوسيدونکي، محمد علي شاه (په سپينو جامو کې) رغولی دی. علي شاه وايي چې دغه اقدام يې د ماشومانو د ښې راتلونکې له پاره ترسره کړی دی.
۴۵۰ زده کونکي
محمد علي شاه وايي چې په دغه ښوونځي کې د شمالي وزيرستان نزدې۴۵۰ تنه مهاجر ماشومان تر شپږم ټولګې پورې په زده کړو بوخت دي.
په يوې خيمې کې درې ټولګي
د ښوونځي بنسټ ایښودونکی وايي چې د ځای د کمښت له کبله يې په يوه خيمه کې درو ټولګیو ته ځای ورکړی دی. د هغه په وينا د امکاناتو د نشتون له وجې زده کونکي له ستونزو سره مخ دي.
تعليم سره شوق
د شپږم ټولګي يو زده کونکی وايي چې د ښې راتلونکي لپاره يې په ډیره ليوالتيا درسونو ته راځي او دې لاره کې د ډیرې ګرمې هوا پروا هم نه کوي.
د مرستو غوښتنه
محمد علي شاه وايي چې ښوونځي سره يې مرستي نه دي شوي. هغه زده کونکو ته د امکاناتو برابرولو په موخه له افغان حکومت او ملګرو ملتونو څخه د مرستو غوښتونکی دی.
«د اسلام او کابل په څير تعليم»
يو بل مهاجر زده کونکی بيا د پاکستان او افغانستان له حکومتونو دا غوښتنه کوي چې دوي لپاره دې داسې تعليمي امکانات برابر کړي څرنګه چې د کابل او اسلام آباد په ښوونځيو کې دي.
ورزشي لوبغالی هم شته
د مهاجرو ماشومانو په ښوونځي کې د کرکيټ يو عادي ميدان هم په نظر کې نيول شوی دی. له شمالي وزيرستان څخه هغه مهال ډيرې کورنۍ افغانستان ته مهاجرې شوې چې د پاکستان پوځ لخوا په دغې قبايلې سيمې کې پوځي عمليات پيل شول. په دې لړ کې له کورنيو سره ډیر ماشومان هم افغانستان ته مهاجر شول.
ښوونکی هم د وزيرستان دي
زده کونکو ته تدريس د پنځو ښوونکو لخوا پر مخ وړل کيږي. دغه ښوونکي هم د شمالي وزيرستان اوسيدونکي دي چې افغانستان ته مهاجر شوي. له خيمو څخه جوړ ټولګيو کې زده کونکي د ځمکې پر سر هوار کړل شوي نري فرش باندې ناست دي. انځورنه او ورسره معلومات خبريال محمد اشتیاق محسود، دويچه ويله ته استولي دي.