په افغانستان کې د نشه يي توکو قرباني ماشومان او مېرمني
په افغانستان کې په نشه يي توکو د اخته کسانو ډېرښت په کور دننه او دباندي د خطر غبرګونونه راپارولي دي. په دغه هیواد کې تر ۳ میلیونو ډیر کسان په نشو اخته دي چې په زرونو يې ماشومان او مېرمني دي.
«د افغانانو د مرستي کمېټه»
دغه کلینیک په ۲۰۰۹م کال کې په نشه يي موادو د اخته مېرمنو او ماشومانو د درملنې له پاره جوړ شوی دی.
د پښېمانۍ له پاره راټولیدل
هغه مېرمنې چې په دې مرکز کې ثبت شوي دي، زیاتره وخت په دې راز ناستو کې د پښېمانۍ خبرې کوي. دلته دوی ته یوه ډاکټره رواني مشوري ورکوي او له دوی سره مرسته کوي چې نشې پرېږدي.
فردي مشورې
په دې مرکز کې ځیني مېرمني په فردي ډول هم مشورې ترلاسه کوي. د دې مرکز ډاکټران په نشو اخته مېرمنو ته د نشه يي توکو د زیانونو په هکله معلومات هم ورکوي.
درملنه
د دغو مېرمنو درملنه یو اوږدمهاله او سخت کار دی او دا کار د دې مرکز د ښځینه ډاکټرانو د جدیت، تحمل او پر ځان اعتماد درلودلو پوري اړه لري. د نشه يي توکو او جرمونو پروړاندي د ملګرو ملتونو دفتر«UNODC» په هرات کې په نشه يي توکو د اخته مېرمنو او ماشومانو د درملنې د مرکز یو له اصلي تمویل کوونکی دی.
ماشومان او مېرمني
دغه کلینیک ۵۵ بستره لري چې اوسمهال پکښې د ۳۰ مېرمنو او ۲۵ ماشومانو درملنه کیږي. د دغو ماشومانو ډېری د مور او پلار له غوښتني پرته په نشو اخته شوي دي.
د ماشومانو له پاره لوبې
که څه هم د نشه يي توکو د پریښودو په دې مرکز کې شته ماشومان د نورو ماشومانو په څیر ټولو امکاناتو ته لاس رسی نه لري، خو بیا هم دوی ته په اونۍ کې دوه ځله تفریحي پروګرامونه برابریږي. دوی یا له نانځکو سره لوبې کوي او یا هم ورزش کوي او یا هم له کلینیک څخه بهر تفریحي ځایونو ته وړل کیږي.
د درملو څارنه
دغه مېرمنې وايي چې د ۴۵ ورځو په اوږدو کې له دې چاپیریال سره یې عادت کړی او دوی ژمنه کوي چې له دې ځای څخه تر وتلو وروسته به د هغه حرفوي کسب له لاري چې دلته یې زده کړی دی، نفقه پيدا کړي.
د حرفيې زده کړو دورې
په دې مرکز کې تر درملني لاندي مېرمنو ته حرفوي زده کړې ورکول کیږي، څو دوی وکولای شي وروسته پر خپلو پښو ودريږي او ځان ته کار پیدا کړي. دغه حرفوي زده کړي د دې مېرمنو د ذهني مشغولیتا له پاره هم گټه لري.
د سواد زده کړه
د حرفوي زده کړو ترڅنګ یادو مېرمنو ته د سواد زده کړه په پام کې نیول شوې ده او دوی ته په مختلفو سویو باندي د زده کړې آسانتیا برابره شوې ده. هغوی ښوونکې لري او کولای شي چې لیک او لوست زده کړي.
تفریح او سرګرمي
دلته په نشه يي توکو اخته مېرمنې د نورو میرمنو په شان تفریح ته اړتیا لري. له دې امله دوی ته کله نا کله د موسیقي آسانتیا هم برابریږي. ماشومان هم له دې راز محفلونو څخه خوند اخلي.