1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناټو سرتیری لادرکه شوی دی

۱۳۹۱ دی ۲, شنبه
https://p.dw.com/p/1781X

په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې یو تن ګرجي سرتیری یې په دې هیواد کې لادرکه شوی دی. ناټو زیاته کړې ده چې د دې سرتیري د پیدا کولو له پاره یې پیړني عملیات په لاره اچولي دي. د آيساف ویاند لیستر کیرول، د آلمان خبري آژنس ته ویلي دي چې دغه سرتیری درې ورځې وړاندې د افغانستان په جنوب کې لادرکه شوی دی. ګرجستان په افغانستان کې ۱۵۰۰ سرتیري لري، چي ډیر شمیر یې په هلمند کې میشت دي.