1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناتو اوه تنه عسکر وژل شوی دی

۱۳۸۶ فروردین ۲۱, سه‌شنبه

د څو مياشتو راهېسی تر تولو سختو جکړو کښې پرون قندهار ته نږدی په يوه بمی چاودنه کښې د ناتو اوه تنه عسکر ووژل شول.

https://p.dw.com/p/DKAE
انځور: AP

د ناتو يو وياند ويلی دی، چې په دغه بمی چاودنه کښې شپږ کانادايي عسکر مړه او څه ناڅه دوه نور ټپي شوی دی. په همدغه ورځ د افغانستان په جنوب کښې يو بل عسکر خپل ژوند هم په يوه حمله کښې له لاسه ورکړی دی.

په دغه سيمه کښې طالبان دير قدرت لری. د کانادايي عسکرو سره د هالند او انگلستان عسکر هم په دغه سیمه کښې د ناتو تر مشری لاندی ځای په ځای شوی دی.