1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د م م ځانگړی استازی د ناټو په ځنډ پيل شوی فعاليت سره له دې هم اغېزناک بولي

۱۳۸۵ دی ۱۲, سه‌شنبه

تام کونيگس: ټول دا پوښتنه کوي چې کومې کومې اشتباهگانې شوې دي، زه وايم که سړي له همغه لومړي سر څخه ناټو ته دا دنده ورکړې وای چې د نوموړي هېواد امنيت هغسې تامين کړي لکه اوس يې چې د امنيت د تامين دنده په غاړه ده ممکن د ډېرو وينو د تويېدو مخنيوی شوی وای، خو هغه مهال د ناټو هېڅ يو غړی هېواد د دې جوگه نه و چې داسې ماموريت په غاړه واخلي.

https://p.dw.com/p/DMpN
د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی تام کونيگس
د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی تام کونيگسانځور: dpa - Bildfunk

ټول وروسته پوه شول چې دا ضرور ده او هغه مهال دا فکر هم کېده چې دا کار امريکايانو ته ورپرېږدي په داسې حال کې چې د ډېرو خواو فعاليت به احتمالا په دغه هېواد کې زياتره بريالی وای.»

دويچه ويله: ډېرو کسانو ته دا سوال پيدا کېږي چې د مرستو له پيسو سره څه کېږي. د نويو څېړنو له مخې چې په کابل کې شوي دي سږ کال د پيسو په سلو کې څلوېښتمه برخه نه ده لگول شوې او دا د دې سبب گرځي چې د دواړو خواو اقتصادي چارې سمې روانې نه دي او د رشوت او اختلاس په هکله بحثونه روان دي، آيا دا د نړيوالې ټولنې د ځان کنترولولو يو اقدام دی او يا دا چې فکر کېږي چې د افغانستان حکومت هم د پيسو په وېشلو کې شريک کړای شي؟

تام کونيگس: له ټولو څخه مهمه ربړه د بډو خوړل دي. حکومت بايد په دې برخه کې زياتې هلې ځلې وکړي. موږ هڅه کوو چې عدلي تاسيسات پياوړي کړو تر څو رشوت خواره مامورين بندي شي او يا لږ تر لږه له کاره برطرف کړای شي. بله خبره دا ده چې هغه پيسې چې دلته راځي څومره ژر لگول کېدای شي. دا په سلو کې څلوېښتمه برخه پاتې شوې پيسې هم له دې درکه دي چې زموږ د کنترول ميکانيزم ډېر پېچلی دی او په وزارتونو کې ډېرې نوې پوهې ته اړه ده تر څو چې د کنترول په دغه سيستم پوه شي، دا ټول د دې سبب گرځي چې پيسې ټولې داسې ژر لکه هسې چې د سړي زړه غواړي ونه شي لگول کېدای. په دې خاطر چې پروگرامونه لکه څنگه چې لازم وي هومره ژر نه تر سره کېږي، نو پيسې پاتې کېږي. افغانان وايي که تاسو خپلې پروژې پخپله تر سره کړئ پرته له دې چې له مربوط وزارت سره خبرې وکړئ دا د دې سبب کېږي چې په وزارتونو کې هغه نوې پوهه چې د دغسې پروژو د تر سره کولو دپاره ضرور ده وده ونه کړي. په دې ډول کار ښه کېږي خو په اداري چارو کې په کار باندې د بلدېدو د وړاندې تگ باعث نه کېږي. زه عقيده لرم چې د اداري چارو ساحه ډېره مهمه ده او ممدا ساحه بايد د دې هېواد بار يوسي.

دويچه ويله: ستاسو په نظر په افغانستان کې د دموکراسۍ د منځ ته راوړلو هدف څه شی دی. زه دا پوښتنه لږ تېزه کوم داسې چې ټولې ښځې سرتورې وگرځي او د اروپا په شان گوندونه منځ ته راشي. آيا دغسې يو هدف، يعنې دموکراسۍ ته سړی اصلا رسېدای شي که نه، په تېره بيا په داسې يوه ټولنه کې چې د کابل څخه بهر يوه قومي او عنعنوي ټولنه ده؟

تام کونيگس: اصلي هدف دا دی چې يو دموکرات اساسي قانون ته د عمل جامې ورواغوستلې شي او د خلکو دپاره يو قانوني دولت لکه څنگه چې يې موږ په اروپا کې لرو، منځ ته راوړو. خو له داسې موقعيت څخه افغانستان ډېر لرې دی، د دې هېواد له حده تېر بېرته پاتې والی په دې لاره کې خنډ جوړوي. دا بېرته پاتې والی د ښوونې او روزنې او د هوسا او سوکاله ژوند کچې ته د رسېدو په لاره کې او د مخابراتو او تماسونو په ساحه کې شته دی. په دې هېواد کې داسې ځايونه شته چې په هغو کې چا د دموکراسۍ، د ټولو د برابرو حقونو د لرلو او د هر چار بشري کرامت ته په درنه سترگه کتلو په هکله هېڅ اورېدلي نه دي. ځينې په دې باندې موافق هم نه دي چې کمزوري کسان د قانون له مخې له زورورو سره برابر حقونه لري. خو مهمه دا ده چې په دې ساحه کې پرمختگ وشي. بايد ووايم چې په دې برخه کې پرمختگونه هم شوي دي. دا پرمختگونه د ښځو د آزادۍ په ساحه کې، د کلتوري ودې په ساحه کې او ولسوالۍ ته د دموکرات حکومت د پراختيا او پلنېدو په برخه کې ليدل کېږي خو دا پرمختگونه ډېر ورو ورو دي. د ښځو په برخه کې دلته په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي ځکه چې د دوی ډېرکۍ بېسواده دي.