1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي ډېره سوې

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ شهریور ۸, دوشنبه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو له خوا په یوه نوي خپاره شوي رپوټ کښې راغلي دي چې ډېر ماشومان د خوارځواکۍ او نورو عادي ناروغیو لکه نس ناستي او سینه بغل له امله خپل ژوند له لاسه وکوي.

https://p.dw.com/p/1JrZW
انځور: picture alliance/dpa/Hannibal Hanschke

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي چې خوارځواکي یو خاموشه وژونکې ناروغي ده. دوی وايي چې: «له هرو ۱۰۰۰ زیږیدلو ماشومانو څخه ۵۵ یې د پنځه کلنۍ څخه مخکې ژوند له لاسه ورکوي.»

رپوټ همدا راز زیاتوي چې ۸۲ سلنه یې له یو کلنۍ مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي. په داخلي بې ځایه شویو کورنیو کښې د خوارځواکۍ شمیر په ځانګړي ډول اوچت دی او د روانو شخړو له امله نور هم مخ پر زیاتیدو دی. رپوټ وايي چې زیاتره ماشومان د سینه بغل او نس ناسي له امله مري چې په اسانۍ سره یې درملنه شونې ده.

په افغانستان کښې روان حالت د خوارځواکۍ له امله نور هم ستونزمن شوی دی. د روان کال په لومړۍ نیمايي کښې، ۳۸۸ ماشومان د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو اورپکو ترمنځ جګړه کښې وژل شوي دي.

د خپاره شوي رپوټ په حواله، په افغانستان کښې ۲.۷ میلیونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخامخ دي. روغتايي مرکزونه یوازي۶۰ سلنه نفوس تر پوښښ لاندي لري او د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملني له پاره ځانګړي پرواګرونه نه لري.

په ليرو پرتو سیمو کښې روغتیايي اسانتیاو ته لاس رسی ډیر لږ دی او یا له نشت سره برابر دی. د رپوټ په حواله روغتیايي مرکزونه یوازي ۳۸ سلنه وګړو ته د خوارځواکی په اړه خدمتونه وړاندي کوي.