«د بې سوادۍ د له منځه وړلو له پاره هڅې کوو»
۱۳۹۲ آذر ۱۷, یکشنبهوردګ وايي چې د همدې ټکې په پام کې نيولو سره يې هڅه دا ده چې د نا لوستو کسانو له پاره د سواد زده کړو زمينه برابره کړي او افغانستان له روانو نا خوالو څخه وژغوري. د وردگ په وینا په ټول هيواد کې ١٦زره او ٦ سوه د سواد زده کړو مرکزونه موجود دي.
وردگ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له نړيوالې ټولنې سره د ټاکل شوي وخت وړاندې به په ټول افغانستان کې داسې ماشوم پاته نشي چې د ښوونځي پر شرايطو برابر وي خو ښوونځي ته نه ځي:
«موږ د خداى په فضل سره وتوانيدو، څه مو چې له نړۍ سره ژمنه کړې وه، څه مو چې له خداى سره ژمنه کړې وه او څه مو چې له ملت سره ژمنه کړې وه، هغې ته ورسیږو. دا اهداف به تر ٢٠٢٠م کال وړاندې په لاس راوړو. هدف مو د ښوونځي پر شرايطو د برابرو ماشومانو دى چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به يې په ښوونځيو کې د شموليت چارې بشپړې شي.»
ډاکټر فاروق وردګ همدا رنګه زياته کړه چې د علماوو په مرسته پر دې توانيدلي دي چې د مدرسو او ښوونځيو تر منځ هغه تربګنۍ او فاصلې لیرې کړي چې په وینا یې د مدرسو د طالبانو او د ښوونځيو د زده کوونکو تر منځ پرتې وې.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د سويډن سفير پيتر سميبي، هم د پوهنې وزارت پرمختګونه وستايل او زياته يې کړه چې په دغه هيواد کې به د سواد زده کړې د پراختيا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
پيټر همدا شان زیاته کړه چې له ٢٠٠٨م کال راهيسې په افغانستان کې څه باندې ٦٠٠ زره کسان باسواده شوي دي چې له دغه جملې څخه يې ٦٠ سلنه مېرمنې دي.
د هغه په وینا د سواد زده کړو د کچې د لوړولو په برخه کې به د افغانستان له نهو ولايتونو سره په نزدې راتلونکې کې لس ميليونه ډالر مرسته وکړي: «زموږ مستقيم ملاتړ به په نزدې راتلونکې کې له نهو ولايتونوڅخه وي چې د بغلان، هرات، هلمند، جوزجان، کندهار، کاپيسا، کندز، لغمان او د پکتيا ولایتونه دي.»
له بل پلوه د پوهنې د وزارت د پروګرامونو مشر الله باز جم، وايي چې تر راتلونکو شپږو کلونو پورې به ٦٠ سلنه نور کسان هم د سواد له نعمت څخه برخمن کړي: «خپله د افغان دولت د امکاناتو تر څنګ د بهرنيو مرسته کوونکو هيوادونو مرستې هم راسره شته دی چې وبه کولی شو دغې ستونزې ته د پاى ټکى کيږدو.»
د پوهنې وزارت د چارواکو په باور چې تر دې مهاله د سواد زده کړو په پروګرام کې څه باندې دوه نيم ميليونه کسانو د سواد زده کړې تر لاسه کړې دي.