په افغانستان کې د زده کړې د حالت په هکله د (اوکسفام) څېړنه
۱۳۸۵ دی ۱۴, پنجشنبهاعلان
که څه هم چې د طالبانو د حکومت له نسکوريدوراهيسې د زده کونکوشمير پنځه ځلی لوړشويدی د طالبانوپه وخت کې مجموعا يوميليون ماشومان ښوونځي ته تلل او اوس پنځه ميليونه خوسره لدې هم تراوسه پوری لا د هغو افغاني ماشومانوچې ښوونځي ته د تگ عمرلري، صرف ترنيمايي لا وړه برخه ښوونځي ته د تلو چانس لري.
نيمگړی سبق او ليری پراته ښوونځي
په گڼ شميرښوونځيوکې سبق ډيرې نيمگړتياوي لري. د ښوونکولويه برخه صرف لږمسلکي زده کړې لري. د افغانستان په شمال کې د يوې احصائيې له مخې، د ښوونکوصرف 5 % کولای شي چې خپله په هغو آزموينوکې بريالي شي، کومې چې د هغوۍ د زده کونکولپاره دي. سربيره پردې بيوزلي، د ښوونځي لوړ محصولات او ښوونځي ته د تگ اوږدې لارې د دې سبب کيږي چې ميندې اوپلرونه خپل ماشومان ښوونځي ته ونه ليږي.