1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د رایې ورکونکو نوم لیکنه پیل شوه

حسین سیرت/ابراهیم سپیڅلی۱۳۹۲ خرداد ۵, یکشنبه

په افغانستان او ټولو ولایتونو کې د رایې ورکونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو. د ټاکنو خپلواک کمیسیون له نوماندانو غوښتي دي چې د جعل او تقلب فکر دې نه کوي او خلک دې د رایې ورکونې د کارتونو د اخیستلو له پاره تشویق کړي.

https://p.dw.com/p/18eAJ
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو او ولایتي شورا ګانو له پاره رایه اچوونه د ۱۳۹۳ کال د حمل/اوري د میاشتې پر شپاړلسمه نیټه تر سره کیږي. د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې او کارتونو ویش د جوزا/غبرګولي پر پنځمه نیټه پیل او لس میاشتې به ادامه ومومي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي، په کابل کې د رایې ورکونې د یوه مرکز په پرانیست غونډه کې خبریالانو ته وویل: «په دې خبره ټینګار کوم، دا به هیڅ امکان و نه لري، چې یو څوک به د غیر مشروع او تقلب له لارې ځان کوم مقام ته ورسوي. موږ ته په مخ کې د ولسمشرۍ او د ولایتي شوری ګانو ټاکنې پرتې دي.»

د افغانستان خلک کولای شي چې په کابل او نورو ولایتونو کې د رایې ورکونې د ثبتولو په مرکزونه کې کارتونه تر لاسه کړي. په پام کې ده چې په ولسوالیو کې هم کې د کارتونو د ویشلو مرکزونه پرانیستل شي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر وویل، یوازې هغو افغانانو ته د رایې ورکولو کارتونه ورکول کیږي، چې تازه ۱۸ کلنۍ ته رسیدلي وي، کارت یې ورک شوی وي او یا هم بیرته د کډوالۍ څخه راګرځیدلی وي. هغو افغانانو ته هم کارتونه ورکول کیږي چې له یوه ولایت څخه بل ولایت ته تللي وي.

په پام کې ده چې د روان لمریز کال د سنبلې/وږي په میاشت کې د ولسمشرۍ او د ولایتي شوری ګانو نوماندان هم ثبت شي. انتخاباتي کمپاین هم له دغې میاشتې څخه پیلیږي.

«تقلبي رایې ردیږي»

د فضل احمد معنوي، په وینا که چیرې په نا امنه سیمو کې د تقلب مخه ونه نیول شوه، په کابل کې به د رایې صندوقونه باطل وګرځول شي: «که چیرې صندوقونه ډک کړای شي. که څوک په غیر قانوني توګه رایې په لاس راوړي او که چیرې موږ په لیرو پرتو سیمو کې د د دغسو کسانو په مخنیوي و نه توانیږو، نو په جدې توګه لږ تر لږه دا کار کولای شو، چې دغه صندوقونه او یا رایې باطلې وګرځوو.»

په کندهار ښار کې د نوم لیکنې دوه مرکزونه پرانیستل شول

په کندهار ښار کي د راتلونکو ټولټاکنو له پاره د نوم ليکني دوه مرکزونه پرانیستل شول. خو د کندهار ښاريان وایي چې د ټول ولايت له پاره دا دوه مرکزونه په هيڅ ډول بسنه نه کوي.

کندهاريان نه يوازې په ښار کې د ورته مرکزونو زياتول غواړي، بلکي هيله څرګندوي، چي دا لړۍ دي په ولسواليو کي هم پيل شي. دوى په دې لار کې د خلکو د عامه پوهاوي دکچي لوړول اړين بولي او زياتوي، دا بهير هغه مهال ښه پياوړى کېداى شي، چي د مرکزونو د ډېروالي ترڅنګ خلک هم د رايي اونوم ليکني په ګټه پوه شي.

په کندهار کي د ټولټاکنو د سيمه ييز دفتر مسؤلين هم د خلکو دا اندېښنه پر ځاى ګڼي او وايي پلان لري، چي په نزدې وخت کي د ښار ترڅنګ په ولسواليو کي هم د نوم ليکني مرکزونه پرانيزي.

د ۲۰۱۴م کال د شفافو ټاکنو په تر سره کولو کې تر ټولو لوی خنډ امنیتي ګواښونه بلل کیږي. د افغانستان حکومت تصمیم لاره چې په ټاکنو د تقلب د مخنیوي په خاطر، برقي تذکرې وویشي، خو لا تر اوسه د دغه تذکرو ویش پیل شوی نه دی. د ټاکنو خپلواک کمسیون وایي چې پخواني او اوسني کارتونه د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو له پاره د اعتبار وړ دي.