1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په افغانستان کې د بې ځايه شوو کورنيو شمېر زیات شوی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

د روان میلادي کال له پېل راهیسې په افغانستان کې د تندلارو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتو کابو ۹۰ زره انسانان دې ته اړ کړي چې له خپلو کليو ووځي او نورو ځایونو ته پناه یوسي.

https://p.dw.com/p/2cdw0
Binnenflüchtlinge in Afghanistan
انځور: DW/O. Deedar

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر له خوا په خپاره شوي رپوټ کې ویل شوی دي چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۹ ولایتونو کې جبري ایستل ثبت شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې پر دې سربیره ملگري ملتونه اټکل کوي چې په کندز کې چې څه موده مخکي پکښې جگړه وه، ښایي نورو۳۰۰۰۰ کسان خپل کلي پرې ايښي وي. خو ويل شوې دي چې په دې هکله باید رپوټونه وارزول شي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کندز نیول د طالبانو یو له اصلي اهدافو څخه دی، چې څه موده وړاندې یې د خپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان کړی دی.

تیرکال نژدې۶۶۰۰۰۰ کسان په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوي ول. په ۲۰۱۷م کال کې ملگري ملتونه اټکل کوي چې ښایي۴۵۰۰۰۰ نور کسان به د خپلو ټاټوبو پریښولو ته اړ شي. د دغو کسانو ډیرو ته يې مرستي نه رسيږي، ځکه هغوی په داسې سیمو کې ژوند کوي چې مرستندویه کارکوونکي ورته لاس رسی نه لري.

د پروان د علماو د شورا د مشر وژل

په داسې حال کې چې د تاوتریخوالي له کبله په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو د شمیر په هکله رپوټ ورکول کیږي، د پروان د علماو د شورا مشر په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی. 

د پروان د پولیسو مشر محمد سمن ماموزي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د پروان د علماو شورا مشر مولوي شاه آغا حنفي، په یوه مدرسه کې د تدریس په حال کې وو چې دغه چاودنه رامنځ ته شوه. زیاته شوې ده چې دغه بم تر هغه توشک لاندي شوی وو چې د تدریس پر مهال پرې حنفي کښیناست.

د ماموزي په خبره په چاودنه کې شپږ زده کوونکي ټپیان شوي دي. د ولایتي شورا وکیل بیا د اتو ماشومانو د ټپي کیدو خبر ورکوي چې د درو تنو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې څلور شکمن کسان نیول شوي دي چې پکښې د مدرسې ساتونکی هم شامل دی.