په افغانستان کې د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد دوهم پړاو پیل شو
۱۳۹۰ آذر ۱۰, پنجشنبهد پروان د امنیتي چارو د انتقال د بهیر په ترڅ کې د دغه ولایت د نهو ولسوالیو څخه د مر کز په شمول د اوو ولسوالیو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوي دي.
د پروان د ولایت امنیتي مسؤلیتونه په رسمي توګه نن «پنج شنبه» د یوې غونډې په ترڅ کې افغانانو ته وسپارل شول. د پروان د ولایت والي، عبدالبصیر سالنګي، وویل چې ډیر خوښ دی چې خپله افغانان د پروان امنیتي مسؤلیتونه پر غاړه اخلي:
«اوس باید موږ د خپل ولایت د خوندي ساتلو وړتیا وښیو. موږ په پوره توګه آماده یو چې امنیتي چارې په خپله غاړه واخلو.»
هغه زیاته کړه چې د پروان خلک به هیڅ چا ته اجازه ور نه کړي چې د هغوې ژوند له خطر سره مخامخ کړي. د امنیت د لیږد د بهیر مسؤل، ډاکټر اشرف غني، د امنیت د لیږد بهیر کامل وباله. هغه زیاته کړه چې افغانستان د امنیت د لیږد د بهیر وروسته هم نړیوالو مرستو ته اړتیا لري:
«د امنیت د انتقال بهیر دا معنی نه لري چې افغانستان به یواځې پریښودل شي. دا په ستراتیژي کې د بدلون او د همکاریو د غځولو معنی لري.»
د امنیت د انتقال د بهیر په دویم پړاو کې به د ناټو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د اوو ښارونو سربیره د ۴۳ ولسواليو امنیتي چارې وسپارل شي.
د پروان د ولایت امنیتي چارې په داسې وخت کې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي چې د دسمبر د میاشتې په پنځمه نیټه د آلمان د بن ښار د افغانستان د راتلونکي په اړه د یو نړیوال کانفرانس کوربه توب پر غاړه لري.
په دغه کنفرانس کې به د ۲۰۱۴م کال وروسته د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هیواد په سیاسي او اقتصادي اړخونو خبري وشي.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش