په افغانستان کې د آلمان بيلابيل فعاليتونه
۱۳۸۸ مرداد ۲۱, چهارشنبهتر ۴۵۰۰ آلماني عسکرو پوری په افغانستان کې موجوديت درلودلای شی. تر اوسه پوری ۳۵ آلماني عسکرو خپل ژوند په افغانستان کې له لاسه ورکړیو له دې جملې څخه اتلس عسکر په جګړه کې وژل شوي دي.
ملکي بياودانول:
آلمان د افغانستان د اقتصاد په وده، محلي پرمختګ، د برق او څشلو لپاره اوبه او په ابتدايي زدکړو برخه کې فعاله ونډه اخلی. سر بيره پر دی، د بشري حقوقو په ساتنه او د مېرمنو او نجونکيو لپاره خاصو پروژو سره هم مرسته کوی. سږ کال آلمان په دې برخه کې په افغانستان کې ۱۷۰ مليونه ايرو لګولی دي.
پوليس:
د ۲۰۰۲ کال راهيسی آلمان د افغان پوليسو په روزنه کې اساسي ونډه په غاړه واخستله. د ۲۰۰۷ کال راپدېخوا دغه کار اوسمهال يوه اروپايی پروژې باندی بدل شو، چې پکښی ۵۰ آلماني کارپوهان د افغان پوليسو په روزنه بوخت دي.
کلتور:
د آلمان بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د ځينو کلتوري او تعليمي پروژو سره مرسته او ملاتړ کوی. په دی لړ کې په کابل کې د ګويته انستيتوت او په افغانستان کې د رسنيو او ژورنالستانو روزل د يادولو وړ دي.
يحيی وردک