1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د آلماني ځواکونو ماموریت تمديد سو

مسعود جهش (رویترز، دی پی ای)۱۳۹۲ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د آلمان فدرالي کابینې د وروستي وار له پاره په افغانستان کې د خپلو عسکرو ماموریت تمديد کړ. د دولتي سرچینو په حواله په روان کال کې به په افغانستان کې د میشتو الماني سرتیرو تر ټولو لوړ شمیر ۳۳۰۰ وي.

https://p.dw.com/p/1B39V
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان فدرالي کابینې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۵) په افغانستان کې د خپلو عسکرو پوځي ماموریت د لسو نورو میاشتو له پاره هم تمدید کړ. دغه ماموریت به د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري دوام وکړي او ورباندي به ۵۸۰ میلیونه یورو لگښت راشي.

د کابېني دغه پریکړه باید د آلمان د فدرالي پارلمان له خوا هم تایید شي. په پلان کې ده چې د آلمان فدرالي پارلمان یا بوندستاگ به د روان کال د فبروري میاشتې په ۲۱ نېټه په دې اړه پریکړه وکړي. خو ښايي بوندستاگ په دې اړه مثبته پریکړه وکړي.

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲۰۰ آلماني سرتیري مېشته دي چې د ایساف ځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان په شمال کې فعالیت کوي. په افغانستان کې د ناټو ایساف ماموریت د روان کال په پای کې پای ته رسیږي. له همدې کبله ډیر شمیر هیوادونو له وختي څخه لا د خپلو ځواکونو شمیر په افغانستان کې ډیر کم کړی دی.

اوس مهال کابل او واشنګټن د یوه امنیتي تړون پر سر خبرې اترې سره کوي. که دغه تړون لاسلیک شي نو تر ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې یو شمیر امریکايي سرتیري میشته وي.

آلمان هم روښانه کړې ده چې د دې تړون تر لاسلیکیدو وروسته به په افغانستان کې له۶۰۰ څخه تر۸۰۰ تنو پوري عسکر وساتي چې دنده به یې د افغان ځواکونو روزنه وي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته بهرني ځواکونه د افغانستان په جگړې کې ونډه نه اخلي او یوازې د افغان ځواکونو پر روزنه او له تروريزم سره پر مبارزې باندي به تمرکز وکړي.

آلمان له افغانستان سره وعده کړې ده چې په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کي د ناټو ماموریت تر پای ته رسیدو سره به تر ۲۰۱۵ کال وروسته هر کال۴۳۰ میلیونه یورو پرمختیایي مرستي وکړي. پر دې سربیره به دغه هیواد هر کال د افغانستان له پوځ سره ۱۵۰ میلیونه یورو نوري مرستی هم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان کابیې د افغانستان د پرمختیا رپوټ هم تصویب کړ. په دې روپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان په ډیر شمیر سیمو کې امنیتي وضعیت په کافي اندازي سره تر کنترول لاندي دي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د افغانستان په ځینو ختیځو او سویلي سیمو کې امنیتي وضعیت تر کنترول وتلی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب