1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې دي د آلماني عسکرو د خد مت موده وغځول سي

۱۳۸۶ مرداد ۱۵, دوشنبه

په افغانستان کې د وسواس څخه د ډک حالت سره سره د آلمان د بهرنيو چارو وزيرپه دې هېواد کې د آلماني عسکرو د خد مت د مودې د غځولو پلوي کړې ده.

https://p.dw.com/p/DKHy
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين مايرانځور: AP
فرانک والټرشټاين ماير د جرمني د بيلډ نومي ورځپاڼي سره په مرکه کې ويلي چې دی ددې غوښتونکی دئ چې آلمانی پوځ په افغانستان کې د هغه هېواد د ملي اردو په ښوونه اوروزنه او د وسلو په سمبالولوکې برخه واخلي.
دده د څرگند ونو سره سم په افغانستان کې د آلماني پوځ د نده هغه وخت سرته رسېږي چې افغان امنيتي ځواکونه وکولای سي خپل امنيت پخپله ټنگ کړي.
نوموړي ويلي چې کچيري موږ اوس د افغانستان څخه لاس واخلو نو طالبانو ته به مو موخي ته د رسېد و لپاره لاره هواره کړې وي.
په افغانستان کې د ايساف په چوکات کې شاوخوا 3000 آلماني عسکر د هېواد په شمال کې مېشت دي او له بلي خوا د آلماني تورناد وډ وله اکتشافي الوتکو څخه د افغانستان په جنوب او ختيځ کې د وسلوالو طالبانو د پټ ځايونو په نښه کولو کې ورڅخه گته اخستل کيږي.