1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې دوه کاناډايي سرتېري ووژل او دوه نور ټپيان شول

۱۳۸۶ فروردین ۲۳, پنجشنبه

د افغانستان په سويل کې د بم د يوې چاودنې له امله دغه دوو کاناډايي سرتېرو ته د سر زيان ورواوښت په داسې حال کې چې درې تنه نور پوځيان زخمي شول. ډگروال مايک سېسفور، په افغانستان کې د کاناډا د ځواکونو مرستيال قوماندان وويل چې دغه چاودنه د چارشنبې په ورځ رامنځ ته شوه

https://p.dw.com/p/DKAC
د کاناډا سرتېري په کندهار کې (عکس: آرشيف)
د کاناډا سرتېري په کندهار کې (عکس: آرشيف)انځور: AP
مگر د دقيق ځای او پتې د ورکړې څخه يې انکار وکړ. د ناټو اکثره کاناډايي ځواکونه د افغانستان په جگړه ځپلي سويلي ولايت کندهار کې ځای په ځای شوي دي.درې ورځې تر دې چاودنې وړاندې هم شپږ تنه عسکر په همدغه سيمه کې وژل شوي وو. کاناډا تر اوسه پورې د نظامي کړيو په وينا 53 سرتېري او يو ډيپلومات د لاسه ورکړی دی. کاناډا ټول ټال 2500 سرتېري افغانستان ته استولي دي.