1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عاشورا مراسم د سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شول

۱۳۹۱ آذر ۴, شنبه

د شنبې په ورځ د پلازمیني کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د عاشورا مراسم د سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شول.

https://p.dw.com/p/16pI1
انځور: DW

ویرجنو افغانانو په جوماتونو، تکیه خانو او زیارتونو کې د خاصو محفلونو په جوړولو سره د امام حسین او د کربلا د شهیدانو روح ته د دعا لاسونه پورته کړل. د ښار په ډیرو برخو کې د دغې ورځې له پاره ځانګړي تدابیر نیول شوي ول.

د افغانستان د پارلمان مرستیال محمد علم ایزیدیار، د عزادارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال په خپل پیغام کې وویل چې د امام حسین او د هغه د یارانو کارنامې د اسلام د پلویانو لپاره یو داسي لوست دی چې ترینه عبرت اخیستل کیږي.

د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د عاشورا مراسم په آرامه فضا کې تر سره شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند غلام صدیق صدیقي، تیره ورځ ویلي وو چې دوی دوه ترهګر چې غوښتل یي د ښار نظم ګډوډ کړي خپلي موخي ته له رسیدو دمخه نیولي دي. صدیقي ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه په پوره همغږۍ د عاشورا مراسمو د امنیت ساتلو له پاره چمتو دي.

په همدې حال کې د ولسمشر لومړي مرستیال کریم خلیلي هم په کابل کې د عزادارانو یوې غونډې ته وینا وکړه. هغه له ټولو افغانانو وغوښتل چې د خپل هیواد د جوړولو لپاره په گډه کار وکړي.

د افغانستان د ولسي جرگې مرستيال نعمت الله غفاري، هم يو له هغو استازو څخه وو چي د عاشورا په غونډه کي يې گډون کړی وو. نوموړي حاضرينو ته د وينا پر وخت وويل چي حضرت امام حسين رض د ټولو مسلمانانو سره تړاو لري که هغه شعيه وي او که سني. د نوموړي په وينا حضرت امام حسين د قدرت او دنیادارۍ له پاره نه بلکه د مسلمان امت د اصلاح لپاره ځان قرباني کړ.

ولسمشر کرزي د عاشورا په مراسمو کې گډون وکړ

د افغان ولسمشر د دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر حامد کرزي هم نن «شنبه د ۲۰۱۲م کال د نومبرد میاشتې ۲۴مه» له غرمې مخکې د عاشورا په مراسمو کې گډون وکړ. د خبر پاڼې د وینا له مخې هغه د کابل ښار د قهرمان کربلا جامع جومات ته د عاشورا په مراسمو کې د ګډون له پاره ورغلی وو.

خبر پاڼه وړاندې کاږي چې په دغه مراسمو کې ولسمشر هغه ماشومان چې د کربلا د شهیدانو د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډون له پاره راغلي ول، ونازول او په ټول هېواد کې یې د ملي وحدت، سولې او امنیت د ټینګښت لپاره دعا وکړه.

د وینې ورکول

تر څو کاله ترمخه به په کوڅو او بازارانو کې عزادرانو په جمعي توگه زنځیرزني او سینه کوبي کوله، خو په وروستو کلونوکې دغه دود تغیر کړی دی. اوس هغه ځوانان چې پخوا به یې ځانونه په داسې زنځیرونه وهل چې به په کې تیز چاقوگان ول، اوس روغتونونو ته د وینې ورکولو له پاره ورځي او ناروغانو ته وینه ورکوي.

میرویس جلالزی/حسین سیرت
کتونکی: سید ریاض