1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې تر ۸۵۰ آلماني سرتیري پاتې کیږي

فرانس پرس، ډي پي اې/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۷, سه‌شنبه

د روان میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د آلمان د اردو جنگي ماموریت پای ته رسیږي. د هغې په تعقیب د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په موخه یو بل ماموریت پیلیږي. په دغه ماموریت کې به تر پلان زیات آلماني سرتیري برخه واخلي.

https://p.dw.com/p/1Dozw
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

په افغانستان کې به د آلماني ځواکونو د جنگي ماموریت تر پای وروسته تر ۸۵۰ آلماني سرتیري په افغانستان کې پاتې شي. دغه موضوع د (Resolute Support) یا «پریکړن ملاتړ» په نوم د آلمان د پوځ د روزنیز ماموریت په مسوده کې راغلې ده چې د ۲۰۱۵م کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیلیږي. د دغه ماموریت په هکله اړونده څانگو د دوشنبې په ماښام توافق وکړ. په پام کې ده چې د چهارشنبې په ورځ به د آلمان د حکومت کابینه په دې هکله خپله پریکړه وکړي او په دسمبر میاشت کې باید د آلمان د پارلمان یا بوندستاگ له لوري تائید شي.

په دغه ماموریت کې د آلماني سرتیرو حضور له هغه څه څخه پیاوړی دی چې تر اوسه یې اټکل کیده. تر دې دمخه ویل کیدل چې په دغه روزنیز ماموریت کې به له ۶۰۰ تر ۸۰۰ آلماني سرتیري برخه ولري. په اوسني وخت کې په افغانستان کې شا او خوا ۱۵۲۰ آلماني سرتیري مېشت دي.

په جگړو کې د گډون امکان شته

د آلمان پوځ له ۱۳ کلونو راهیسې په افغانستان کې د نړیوال مرستندویه ځواک، ایساف په چوکاټ کې پر ماموریت بوخت دی. يو وخت په افغانستان کې د آلماني سرتیرو شمیر ۵۳۵۰ تنو ته رسیدلی وو. تر اوسه پورې ۵۵ آلماني عسکرو په دغه خطرناک ماموریت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې له دغه جملې څخه ۳۵ تنه د بمي چاودنو یا د جگړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

د آلمان خبري آژانس چې د دغه ماموریت د مسودې کوم متن وړاندې کړی دی، په هغې کې راغلي دي چې د آلماني ځواکونو اصلي دنده، افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه، ملاتړ او سلا مشوره ورکول دي. خو زیاته شوې چې له آلماني سرتیرو څخه د حفاظت د ټینگولو او په ممکنه توگه د پوځي او ملکي ځواکونو د تخلیې په برخه کې استفاده وشي. دا په دې معنی چې امکان لري آلماني ځواکونه د تیر په شان په جگړو کې ونډه ولري.

له ۲۰۱۶م کال وروسته ماموریت

د ناټو په نوي ماموریت کې به په ټوله کې شا او خوا ۱۲۰۰۰ سرتیري برخه ولري. ۱۴ هیوادونه، چې د ناټو د تړون غړي هیوادونه هم نه دي، غواړي چې په دغه ماموریت کې ونډه ولري. آلماني ځواکونه به د تیر په شان د افغانستان په شمال کې یو مخکښ نقش ولري او په مزار شریف کې به په خپله پوځي اډه کې میشت کې وي.

خو د آلمان د پوځ دغه نوی ماموریت د یوه کال له پاره محدود شوی دی، خو د یوه بل کال له پاره هم د دغه ماموریت تمدیدل امکان لري. خو دا چې له هغې به وروستې څه پيښیږي، یوه پرانیستې پوښتنه ده. امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی دی چې د ۲۰۱۶م کال تر پایه به له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي. خو د دې تصور گران دی چې ناټو به د امریکایانو د حضور پرته دغسې یوه ماموریت ته ادامه ورکړي.