په افغانستان کی وسله والې نښتې وشوې
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۱, چهارشنبهاعلان
پوليس وايي د ملي امنيت ځواکونه د شپې له خوا په ګذرګاه کې هغه کور ته ورننوتل چې تندلاري پکې پټ شوي وو.دډزو له کبله د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شويدي. امنيتي ځواکونه ګومان کوي ، هغه کسان چې ځانونه يي په دغه کور کی پټ کړي وو د يکشنبې د ورځې په وسله والو بريدونو کې شريک دي .د پوځي پريټ په وخت کې په ولسمشر کرزي، د حکومت په ډيرو غړو او بهرنيو ديپلوماتانو ډزې شوې وې، چې څوک پکی ټپي نشول يواځې درۍ ملکي کسان او درۍ بريد کوونکي ووژل شول.