په افغانستان کی دنښتو او چاودنو په پيښه کی 11 کسه وژل شوی
۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۹, پنجشنبهاعلان
دغه پيښه د خوست په ولایت کی د يوۍ چاودنی په اثر شوی. دغه خبر په افغانستان کی دنړيوال سوله ساتونکۍ ځواکونود اداری له خوا خپور شوی او په خبر کی ويل شوی چی چی د ناتو دوه تنه نور عسکر به دغه پيښه کی ژوبل شوی هم دی. د وژل شويو عسکرو د هويت په هکله په خبر کی څه ندی ویل شوی .
د خوست په ولایت کی د یوۍ بلۍ چاودنۍ په اثر چی د يوه سړک په غاړه شوۍ، د سيمۍ د پوليسو د اداری مشر او د هغه موټر چلونکی وژل شوی دی.
د لغمان په ولایت کی هم د افغان پوليسو او د مخدره موادو د قاچاقبرو ترمنځ د ډزو د تبادلۍ په اثر يو پولیس وژل شوی دی.
د تيری سه شنبۍ په ورځ یو کاناديی عسکر په کندهار کی وژل شوی و.