په افغانستان کښي د ډير فعاليت او همکارۍ غوښتنه
۱۳۸۷ تیر ۱۲, چهارشنبهاعلان
د ډير فعاليت او همکارۍ غوښتنه وکړه . ګرادوک نن په ويانا کي وويل چه په افغانستان کښي د عسکرو څخه د ملاتړ او حمايې په خاطر ډير هيلکوپترونه،اکتشافي الوتکو او نورو جنګي وسايلو ته ضرورت دی . سربيره پر دې بايد د ناټو په دغه ماموريت کي شامل هيوادونه خپل د عملياتو قيودات کم،او يا له منځه يوسي .
دغه جنرال همدارنګه وويل چي په افغانستان کښي د برياليتوب دپاره نظامي کاميابي قاطع او پريکړنده رول نلري ، او تر هغه ډير بايد د افغانستان د بيا آبادولو کار، او حکومتي رهبرۍ ته توجه وسي .
مګر دغه جنرال په اروپا کښي د ګډ کار او امنيت د سازمان (OSZE) د کنفرانس په جريان کي دقيق ونه ويل چه په کمه اندازه ،کمو شيانو ته ضرورت دی . خوفکر کيږي چه بايد د هيلکوپترو تعداد ډير سي .