1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کښي دخپلواکۍ ورځ په پټه سره لمانځل کيږ ي

۱۳۸۷ مرداد ۲۸, دوشنبه

داسې آوازې یا وبه وايو داسي پلانونه هم موجود دي ،چه ويل کيږي ډير ژر به په کابل کي ...

https://p.dw.com/p/F0F2
د افغانستان جمهورررييس حامد کرزی د نورو مشرانو سره
د افغانستان جمهورررييس حامد کرزی د نورو مشرانو سرهانځور: AP

دنړيوال سوله ساتونکو ځواکونو پر ځای پخپله افغان امنيتي ځواکونه په کابل او شاوخوا سیمو کي دامنيت او دسولي او ثبات ساتنه پرغاړه واخلي . نن دافغانستان دخپلواکۍ ورځ ده،او دغه ورځ په پټه سره لمانځل کيږ ي . دا چي چيري ،نوهغه معلومه نده . حکومت نسوای کولای دامنيتې دلايلو له کبله دجشن ځای مخکي دمخه خلکو ته اعلان کي . حکومت بيریږي چي لکه دتير جشن او رسم وګذشت په شان بيا مقاومت کونکې کوم ګوزار ونکړي .

که څه هم دجش ځاې پټ دې خو نن په کابل کې دخپلواکۍ دورځي په مناسبت ډير سخت امنیتي تدابير نيول شوي دي . پو ليس او امنيتي ځواکونه هري خواته ګزمې کوي . جشن نيول کيږې خو عامه خلک بايد پوه نسي چې ددغه جشن ، ميلو او خواشاليو ځای چيري دی . ددغي وضع تعبير به سړی بل خيل ته ونسي کولای ، پرته له دې چي ووايي دهندوکش په لمنه پروت هيواد افغانستان کي ،دسولي او ثبات وضع ډيره دانديښنې وړ ده . يو کال دمخه دافغانستان په پلازمينه کابل کې تر 40 زره پوري وګړي ددغه مراسمو دلمانځني دپاره سره راټول سوې وه ، په داسي حال کې چه هيواد مشر ګرځېدی ، دکابینې غړي يې ، نور دولتي مخور کسان او ډير شمير بهرني ډیپلوماتان او پو ځيان سره راغونډ شوي وه ، پوځي رسم وګذشت او نور مراسم ښودل کيده ، خو سږ کال دافغانستان حکومت دبي امنۍ له امله ددغو مراسمو څخه صرف نظر کړی دی . او حتې دا جرآت يې هم ندی کړی چه دافغانستان دخپلواکۍ دورځي په مناسبت ددولتي خاصو مراسمو ځای مخکي دمخه اعلام کړي . دهمدې روان کال په پسرلي کي کله چي دکابل په ښار کې پوځي رسم وګذشت ترسره کيدی ،اسلامي تندلاروپه يوه ګوزارسره دغه مراسم ډير سخت اخلال کړل .

ويل کيږې چې په همدې ورځو کي دافغانستان دپوهني پر وزير باندي يو ناکامه سو قصدسوی دی .

او داونۍپه پای کي دافغانستان په جنوب کښي دبهرنيو ځواکونو په ملاتړ سره دافغاني حکومتې عسکرو اومقاومت کونکو ترمنځ سختي نښتي سوی ، چه په نتيجه کې د50 څخه زيات ګوماني طالبان او لږ تر لږه څلور تنه ملکې خلګ وژل سوی دي . دکندهار په ولايت کې لس تنه پوليس په يوه سو قصد کي وژل شوي ، او دافغانستان په ختيځ کې دوه تنه بهرنې عسکر ديوه بم دچاودنې په اثر تلف شوي دي .

که څه هم چې په افغانستان کې په روان وخت کې 70 زره خارجي ځواکونه ځای پر ځای دي چه د 2003 ميلادې کال به پرتله دغه شمير درې چنده شوې ،خو بيا هم په دغه هيواد کې امنيت نسته . طبعا چيري چې امنيت او ثبات نه وي ، هلته دبيرته رغوني چاري هم سمي پر مخ نه ځي،او په افغانستان کې هم دبيرته رغوني پلانونه ټول نيمګړې پلانونه دي . د بلي خوادطالبانو مقاومت دتيرو کلونو په مقايسه پياوړی سوی دی، ددوی مرکزونه دپاکستان په سرحدې سيمو کې دې او دګوزارونو په پيښه کې یواځې په همدې روان میلادې کال کې 2500 انسانان وژل شوې ، چې 1000 تنه يې ملکي کسان وه دا په داسي شرايطو کې چه دخپلواکۍ دلمانځني دپاره سړی ډيردلايل نسي درلودلای .