1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ۲۵ مسافر تښتول سوي دي

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۱, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چي نامعلومو وسله والو په هلمند ولايت کي يو بس موټر او څلور لارۍ درولي او مسافر ئې برمته کړي دي. ويل سوي دي چي ۲۵ نارينه تښتول سوي دي. د برمته نيوني مسئوليت طالبانو منلی دئ.

https://p.dw.com/p/1JAN0
انځور: Getty Images/AFP/C. Khan

د هلمند د والي وياند عمر ځواک رسنيو ته ويلي دي چي نن د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جون ۲۱مه) سهار وختي په گريشک ولسوالۍ کي وسله والو کسانو موټر درولي او مسافر ئې ځنې کښته کړي دي.

د ځواک په خبره وسله والو طالبانو له دغو موټرو څخه له کښته کړو مسافرو څخه ۱۸ تنې ښځي او کوچنيان آزاد کړي دي او ۲۵ تنه نارينه ئې له ځانه سره بېولي دي. هغه ويلي دي چي افغان امنيتي ځواکونو اوس د دغو کسانو د موندلو پلټني پيل کړي دي. دا چي له موټرو څخه څوک کښته کړل سوي دي، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.

د طالبانو یوه وياند قاري يوسف احمدي په يوه وينا پاڼه کي ولي دي چي دوی له درو بس موټرو څخه ۲۷ کسان کښته کړي او اوس ئې په اړه پلټني رواني دي.

هغه ويلي: «هغه کسان چي بې گناه دي آزاد به سي، خو هغه کسان چي د کابل د برده حکومت له امنيتي ارگانونو سره کار کوي د اسلامي امارت له محاکمې سره به مخامخ سي.»

د افغانستان په ځينو سیمو کي اوس ياغيانو لويي لاري نيولي او مسافر برمته کوي. د می مياشتي په وروستيو او جون په لومړيو کي په کندوز ولايت کي دوه واري بس موټر ودرول سول او مسافر ځنې برمته يا ووژل سول.

په دغه پېښه کي ۱۲ مسافر ووژل سول او ۸ کسان لا تر اوسه پوري له هغوی سره يرغمل دي. په غزني کي هم د جون مياشتي په لومړيو کي ۱۲ عسکر او پوليس وتښتول سول او ووژل سول.

په افغانستان کي ياغيانو پر لويو لارو باندي په مسافر وړونکو موټر کي د افغان حکومت په کارکوونکو، امنيتي کسانو پسې گرځي او کښته کوي ئې. ملگرو ملتونو دغه عمل غندلی دئ.