په افغانستان کي ۱۷ انسانان سړې هوا وژلي دي
۱۳۹۱ بهمن ۳, سهشنبهاعلان
د بخښني نړيوال سازمان- امنيسټي انترنېشنل د سه شنبې په ورځ خبر ورکړی دی، چي په ژمي کښي د سخت یخ له کبله د افغانستان د بې ځایه سوو کسانو په کمپو کښي ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چي زیادتره یې کوچنیان وه. دغه سازمان ویلي دي چي دغه کسان د جنورۍ په اولو ۱۵ورځو کښي په کابل او هرات کښي وژل سوي دي. سازمان همدارانګه ویلي دي چي د دغي غميزي مخنیوی کیدای سوای. د ملګروملتو د ارقامو پر اساس په افغانستان کښي د جنګو له لاسه تقریباً۴۵۰ زره انسانان بېځایه سوي دي، خو امنيسټي انترنېشنل د هغو تعداد تر دې هم ډیر بولي.