په افغانستان کي کرهڼيز توليدات
په کابل کي په يوه درې ورځني نندارتون کي په نزدې ۲۰۰ غرفو کي مېوې، اصلاح سوي تخمونه او کرهڼيز وسايل نندارې ته وړاندي سوي دي. د دې نندارتون يوه ملاتړ کوونکې د آلمان د GIZ ټولنه ده. ويل کيږي چي دا په خپل ډول ستر نندارتون دی
د کندهار آنار ډير ښه نړيوال بازار لري او تقريباً هر کال پر پاکستان، هندوستان او عربي اماراتو سر بيره يو شمېر اروپايي هيوادونو ته هم صادرات لري.
په دغه نندارتون کي چي سره سیب هم نندارې ته وړاندي سوي دي د عقرب د مياشتي تر لسمي نېټې پوری به دوام وکړي.
په دغه نندارتون کي نه يوازې مېوې بلکي سبزيجات هم نندارې ته وړاندي سوي دي. همدا اوس افغانستان نورو ګاونډيو هیوادونو ته سبزيجات صادروي.
په دغه نندارتون کي اصلاح سوي تخمونه هم نندارې ته وړاندي سوي دي. د دغه نندارتون يوه موخه هم دا ده چي بزګرو ته د کرهڼي ښه شېوه ور وښيي.
دا هم په دغه نندارتون کي د زيني ونو نهالان دي چي نندارې ته وړاندي سوي دي.
د کارپوهانو په خبره د دغه شان نندارتونونو جوړول د توليداتو په پيژندلو او بازار موندلو کي ډېره مرسته کوي
په دغه نندارتون کي له مختلفو ولايتونو څخه افغاني محصولات نندارې ته وړاندي سوي دي.
د افغاني مېو مرباوي هم ننداې ته وړاندي سوي دي
پر تازه مېوو سربيره وچي مېوې هم په دغه نندارتون کي د ننداره کوونکو پام ځان ته اړولی دی.
په نندارتون کي د کرهڼي نوی ماشین آلات هم نندارې ته وړاندي سوي دي. د دغو ماشين آلاتو يو شمېر يې آلماني دي.
بزګران وايي چي د مځکو د اوبه کولو له پاره يې لمريزي بريښناوي هم ډير ګټوري او ارزانه دي. په دغه نندارتون کي د لمري بريښنا د برابره ولو شيوه هم موجوده ده.
د افغانستان زعفران هم اوس کرار کرار ښه بازار پيدا کړی دی. زعفرانو ته په افغانستان کي د کوکنارو د بديل په سترګه کتل کيږي.
د دغه نندارتون د جوړوونکو په خبره په پام کي ده چي ۷۰ زره تنه به د نندارې له پاره ورسي.