1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي ډيری ځوانانو لوړو زده کړو ته مخه کړې

۱۳۹۰ آذر ۲۲, سه‌شنبه

افغان حکومت د تعليم او تربیې په برخه کي پرمختگ يوه لويه لاس ته راوړنه بولي او وايي چي شاوخوا اوه ميليونه ماشومان اوس مکتبونو ته ځي. ددې تر څنگ د هغو ځوانانو شمېر هم زيات سوی چي پوهنتونونو ته ځي.

https://p.dw.com/p/13RZM
د کابل پوهنتون محصلين
د کابل پوهنتون محصلينانځور: DW/Farahmand

په افغانستان كي د لوړو زده كړو د پراختيا هڅي رواني دي او ډيری ځوانان اوس لوړو زده کړو ته زړه ښه کوي. اوس په افغانستان کي ځوانان د مسلكي زده كړو هڅي كوي.

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت د معلوماتو له مخي اوس په افغانستان كي د تيرو اوو كلونو په پرتله لوړي زده كړي لس چنده زياتي شوي دي. اوس مهال په دولتي پوهنتونونو كي اتيا زره كسان او په خصوصي موسسو كي ۴۸ زره كسان لوړي زده كړي كوي چي۳۰ سلنه يې نجوني دي.

زيات خصوصي پوهنتونونو په پلازمينه کابل کي جو ړ شوي خو په يو شمير لويو ولايتونو کي هم د پوهي او پيسو مينه والو د دغه راز پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو جو ړولو ته مخه کړي.

د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت نطاق عظيم نوربخش وايي، په افغانستان كي ۲۶ دولتي پوهنتونونه او موسسې د لوړو زده كړو له پاره شته او همدارنګه په كابل او نورو ولايتونو كي۵۰ خصوصي پوهنتونونه هم فعاليت كوي، چي ټول قانوني دي او د لوړو زده كړو وزارت په چوكاټ كي كار كوي.

په كابل كي د کاردان په نامه د مشهور شخصي پوهنتون زده كوونكى عبدالودود وايي، چي اوس هم له كابل بهر په ډيرو سيمو كي د طالبانو له ويري ښوونځي تړلي دي او پوهنتونونه خو له سره پکي نه شته.

نوربخش هم دا مني چي د هيواد په ځينو سيمو كي د ناوړه شرايطو له امله ښوونځي تړلي، خو په كابل كي د زده كړو مركزونو ته په اشاري سره وايي، چي افغانان له زده كړو سره ډيره مينه لري او خپل راتلونكى په لوړو زده كړو پوري تړلى بولي.

د مصباح دانش پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د برخي محصله سونا له استادانو سر نه ټكوي، خو وايي چي د دوئ د پوهنتون په څير د ډيرو پوهنيزو موسسو ودانۍ كرايي دي او د شاګردانو له پاره ښه ماحول نه لري چي له امله يي پر درس ناوړه اغيز کيږي.

حکومت وايي دوئ د خصوصي پوهنتونونو له پاره جوازونه ويشي خو خپل معيارونه په پام کي نيسي او له خپلو معيارونو يي د تخلف په جرم د يو شمير پوهنتونونو جوازونه په تيرو کلونو کي باطل کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل