په افغانستان کي پينځه ميليونه انسانان د لوږي سره مخامخ دي
۱۳۸۷ آبان ۱۳, دوشنبهفاروقي وويل دترسره سوي سروې له مخه افغانستان په کال کي شپږنيم ميليونه ټنه غنمو ته اړتيا لري خوخپله د افغانستان توليدات يوازي درې ميليونه ټنه دي، دده په خبره دا مهال د افغانستان په مختلفو سيمو کي خلک له سختي قحطۍ او لوږي سره مخامخ دي، دده په اند که چيري دنوموړو افغانانو لاسنيوی ونه سي نو ليري نه ده چي د ژمي په راتلو سره افغانستان د يو بشري ناورين سره مخامخ سي.
حميدالله فاروقي دملګرو ملتونو د ادارې لخوا دهغه رپورټ ننګه وکړه چي په دې وروستیو کي په افغانستان کښي د لوږي د زياتوالي په باب خپور سوی دی، هغه دملګرو ملتو له سازمان، خيريه ټولنو او د افغانستان له دولت څخه غوښتنه وکړه چي په افغانستان کي ددې بحران د مخنيوي لپاره مخکي له مخکي تدابير ونيسي.
د کابل پوهنتون استاد په افغانستان کي د قحطۍ او لوږي د رامنځ ته کيدو علتونه د امنيت خرابوالی چي له کبله يې اقتصاد زيانمن سوی، د دولت کمزوري او هغه نړيوالي ټولني وبللې چي افغانستان ته يې پر سم وخت پيسې نه دي ورکړي او د لوږي د مخنيوي په لاره کي هيڅ نه دي کړي.
د فاروقي په خبره په دې برخه کي د پاکستان اوسنی بحران هم ډير مهيم رول لري، هغه وويل افغانستان له پاکستان څخه زياتره وختونه دبيلابيلو خوراکي موادو، په ځانګړې توګه د غنمو واردات کوي، خوپه وروستيو وختونو کي د پاکستان لخوا دغو صادراتو ته يوه بنده ور اچول سوې ده، د نوموړي په خبره پاکستان غواړي دخپلو خوراکي توکو راکړه ورکړه د جنوبي آسيا له هيوادونو سره د قراردادونو په چوکاټ کي تر سره کړي، ځکه يې نو پر افغانستان باندي دغنمو او نورو خوراکي موادو لاره بنده کړې ده، او ددې ترڅنګ په پاکستان کي هم د امنيتي وضيعت د خرابوالي سره سم د موادو بيي ډيري لوړي سوي دي.
ښاغلي فاروقي زياته کړه چي د امن په وروستۍ جوړه سوې غونډه کي موږ ته د دې زمينه هم برابره سوه چي د پاکستان له استازو سره دغه ستونزه هم ياده کړو او په دې برخه کي تر ډيره ځايه پاکستاني استازو زموږ سره ژمنه وکړه چي د افغانستان سره به خپلو پخوانيو راکړو ورکړو ته ادامه ورکوي.