په افغانستان کي په لادرکه سوو امريکايي سرتيرو پسي لټون روان دی
۱۳۸۹ مرداد ۳, یکشنبهد فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخه، د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وروسته له هغه دغه ادعا وکړه چي تر دې د مخه د نوموړو دوو امريکايي سرتيرو د لادرک کيدو په پېښه کي له لاس درلودلو څخه انکار کړي ؤ.
نوموړي د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل. «موږ دغه دواړه سرتيري چي يو مړ او بل ژوندی دی، د ځان سره يو مصون ځاي ته وليږدول. موږ د پيښي مسووليت په غاړه اخلو.»
د نوموړي خبري آژانس په يو بل رپوټ کي چي د کابل څخه يي د پوځي چارواکو له خولي خپور کړی راغلي دي چي، په لوګر کي په لادرکه سوو امريکايي سرتيرو پسي هوايي او ځمکنی لټون روان دی.
د آيساف وياند فرانس پرس ته ويلي دي چي: «تر اوسه پوري موږ د هغوﺉ درک نه دی معلوم کړی، نو په دې وجه د هيڅ ډول ادعا تاييد نه سو کولاي.».
دغه چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يي خبري وکړي وويل:« ددې ادعا تصديق هم تر اوس پوري کولای نه سو چي ګواکي دغه دوه تنه سرتيري دي تښتول سوي وي.»
خو د آيساف يو بل چارواکي چي هغه هم د خپل نوم له ښودولو ډه ډه وکړه، د فرانس پرس خبر ي آژانس ته وويل چي، دوﺉ ته داسي رپوټونه رسيدلي دي چي د «طالبانو تر کنترول لاندي سيمه» کي د دوسرتيرو څخه يو يې وژل سوی او مړی يي له صحني څخه ليږدول سوی دی.
امريکايي رسنۍ وايي چي دغه دوه تنه سرتيري د لوګر ولايت د چرخ په ولسوالي کي د خپلي هډې څخه د اجازي پرته وتلي دي.
هغوﺉ د جمعې د ورځي د ماښام څخه وروسته تري تم سول او وروسته د سپرلي موټر يې په داسي يوه سيمه کي وموندل سو چي بايد هلته نه وای تللي.
ag/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل