1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په درو بېلو بېلو پيښو کي لس کسان وژل سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۱۷, چهارشنبه

افغان چارواکي وايي، چي په خوست، بغلان او ننگرهار کي د وسله والو طالبانو په يرغلونو او چاودنو کي لس انسانان وژل سوي او پنځه تنه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/1EFz7
انځور د بلي پيښي دئ
انځور: AFP/Getty Images

د خوست ولايت وياند مبارز زدراڼ ويلي دي، چي د دغه ولايت د پوليسو د روزني پر مرکز باندي په ځانمرگي بريد او وسله وال يرغل کي دوه پوليس ټپيان سوي دي.

زدراڼ ويلي دي: «لومړی ځانمرگو بريد کوونکو د دغه مرکز په دروازه کي موټر بم وچوه او دوه تنه وسله وال مرکز ته ننوتل چي د پوليسو له خوا وويشتل او ووژل سول.» د پيښي مسئوليت وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستی دئ.

په بغلان کي کارگران وژل سوي

د بغلان ولايت د پوليسو وياند جاويد بشارت، بيا د آلمان خبري آژنس ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کي د يوه خصوصي ساختماني شرکت شپږ تنه کارگران وسله والو طالبانو وژلي دي.

د بشارت په خبره دغه کاگران د بغلان مرکز ته پر لاري، په مرکزي بغلان ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو په کمين کي ختلي او وژل سوي دي: «دا د يوه خصوصي ساختماني شرکت کارگران ول.»

هغه زياته کړې ده، چي په دغه پيښه کي يو کارگر ټپي سوی دئ او دوه تنه نور وسله والو طالبانو له ځانه سره تښتولي دي.

په جلال آباد کي د قاضي وژنه

د ننگرهار ولايت د پوليسو وياند حسن مشرقيوال، رسنيو ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په مرکز کي د لغمان د استفاف محکمې د يوه قاضي پر موټر باندي په ماين چاودنه کي په خپله قاضي وژل سوی او دوه زامن ئې ټپيان سوي دي.

خو په ننگرهار کي د دويچه ويله خبريال بيا وايي چي زامن نه بلکي دوې لوڼي ئې ټپياني سوي دي. د قاضي د کورنۍ غړو ويلي دي چي هغه خپلي لوڼي ښوونځي ته رسولې. پيښه د دغه ښار په څلورمه امنيتي حوزه کي رامنځ ته سوې ده.

مشرقيوال ويلي دي: «په جلال آباد ښار کي د قاضي محمود حسن پر موټر باندي نښلول سوی بم چاودلی او يوازي قاضي پکښي وژل سوی دئ.»

د دغي پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيسي.