په افغانستان کي پر آلماني عسکرو بيا بريد سوی.
۱۳۸۶ آذر ۵, دوشنبهاعلان
د آلمان د دفاع وزارت چارواکو نن وويل، پرون د کندزولايت په شمال ختيځ کي د يوې چاودني له امله د Dingo ماډل يو پوځي موټر يو څه زيانمن سوی، چي ځاني زيان نه لري.
داسي کمان کيږي، چي دغه بم به حمله کونکي پخپله جوړکړي وي. د پيښي په اړه څېړني رواني دي . آلمان په روان وخت کي د افغانستان په شمال کي چي تر ټولو ارامه سيمه بلل کيږي شاوخوا 3600 تنه سرتيري يي په فعاليت بوخت دي چي ترډيره حده د بيارغاوني په برخه کي کار کوي. په دې وروستيو کي پر آلماني عسکرو باندي حملې ډيري سوي دي.