1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي مېشت الماني عسکر يوازي يوه ورځ دکريسمس اخترلمانځي

۱۳۸۷ دی ۵, پنجشنبه

کوم آلماني عسکر چي د نړيوال سوله ساتونکي ځواک په چوکاټ کي په افغانستان کي خدمت کوي،د هغوی رخصتي دکريسمس د اختر له پاره هم يو ډيره لنډه رخصتي وه يوازي د ډسمبر پر 24 نيټه دوی دغه اختر لمانځلی

https://p.dw.com/p/GMxg
په کندوز کي د آلماني ځواکونو په هډه کي د کريسمس اختر
په کندوز کي د آلماني ځواکونو په هډه کي د کريسمس اخترانځور: DW / Scheschkewitz

ځکه په افغانستان کي حالات ثبات نلري. دغه خبره په افغانستان کي د نړيوال سوله ساتي ځواکISAF آلماني قوماندان جنرال Hans - Lother Domröse دDLF په نامه د آلماني راډیو د خبرياليElke Durak سره په يوه مرکه کي کړېده. خو جنرال Domröse داهم وايي:« د افغانستان په کوموسیمو کي چي هلته جرمني عسکر ځای پر ځای دي په نسبي ټوګه آرامه سیمه بلل کیږي.

کوم آلماني عسکر چي په بهر کي خدمت کوي هغوی د رخصتيو په ورځو کي هم دخپلوکورنیو څخه ليري وي. چي طبعاً دکورنيو له پاره به دا يوه آسانه خبره نه وي. په تيره بيا کله چي دغه عسکرنا ارامو او خطرناکو سیمو ته استول کيږي.داچي د نړیوال سوله ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کي آلمانيان افغانستان ته استول شوي ، واضح خبره ده چي دغه سيمه يوه خطرناکه سیمه ده او څنګه دBild- Zeitung په نامه آلماني ژبي ورځپاڼي سره د جرمني د دفاع وزير فرانس ژوزف يونګ په يوه مرکه کي وايي، ښايي په افغانستان کي پوځي وضع په نوي کال کي لاپسي خرابه سي. په راتلونکي کال کي به په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکني وسي او د طالبانو هڅه به داوی چي په دغه هیواد کي دټاکنو مخه ونيسي.

جنرال دومروزي وايي:« حالات ډير حساس بريښي. څه چي د آلمان ددفاع وزير ویلي دي، همداسي هم ده. په روان ژمي کي د تير ژمي په پرتله ګوزارونه زيات سوي.خو بيا هم زه ويلای سم چي ددغه هیواد په ډيروسيمو کي حالات په نسبي ډول سره آرام دي.خو دغه نسبي آرامي په سيمو پوري هم اړه لري. په جنوبي ولایاتو لکه هلمند يا په ختيځوخواکي جګړې شته او د ډسمبر دمياشتي د 24 نيټي په سهار موږ خپل يو امریکايي ملګری دمقاومت کونکو ديوه ګوزار په اثر له لاسه ورکړی دی.

امریکایان غواړي په راتلونکي اونیو او مياشتو کي خپل په زرهاو نور عسکرهم افغانستان ته واستوي. آيا تاسي هم دا توصيه کوۍ چي آلمان هم د نړیوال سوله ساتي ځواک په چوکاټ کي افغانستان ته نور عسکر هم واستوي؟

جنرال دومروزي وايي:« دابايد سړی په دغه لوی هیواد کي له مختلفو نظرو څخه وګوري. ددغه هیواد په شمال او لويديزه خواکي نسبتاً آرامي ده. او تاسي پوهیږۍ چي آلماني عسکر په شمال او په کابل کي دي. په دغه سیمو کي ډیروعسکرو ته زياته اړه نه لیدل کیږي.خو په جنوبي او ختيځو خواو کي زیاتو عسکرو ته اړه شته . زیات امریکايی عسکر به دغه سیمو ته واستول شي.