په افغانستان کي ملکي تلفات ډير سوي دي
۱۳۹۲ مرداد ۹, چهارشنبهتر دې مخکې ویل شوي ول چې په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې ملکي تلفات کم شوي دي. په دې سره نو داسي پوښتني پیدا کیږي چي آیا افغان ځواکونه کولای شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې «یوناما»، ویلي دي چې د روان کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیتې څخه د جون میاشتې تر دیرشمې پوري د بېلابېلو امنیتي پېښو په پایله کې ټول ټال ۱۳۱۹ تنه ملکي افغانان وژل شوي، او ۲۵۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه شمیره د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ سنله ډیر والی ښيي.
یوناما ویلي دي چې په ۲۰۱۳ کال کې د ملکي وګړو د وژل کیدو کچه ۱۴ سنله او د ټپي کیدو په شمیر کې ۲۸ سنله لوړ والی راغلی دی. دغي ادارې ویلي دي: «د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ډیروالی په ۲۰۱۲ کال کې د ملکیانو د تلفاتو د کچي راکمیدل له منځه وړي. په دې ترتیب سره موږ یو ځل بیا په ۲۰۱۱ کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي لوړي کچي ته نزدې شوې یو.»
ملګرو ملتونو د ۷۴ سنله ملکي تلفاتو پړه پر یاغیانو او نهه سلنه پړه پر حکومت پلوه ځواکونو اچولې ده. پر دې سربیره دغي ادارې ویلي دي چې ۱۲ سلنه نور ملکیان بیا د دواړو اړخونو د جګړې په پایله کې وژل شوي دي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو روښانه کړې ده چې پاتي ملکي تلفات د جګړې له کبله د پاتي شویو ناچاودو موادو له کبله رامنځ ته شوي دي.
په ۲۰۱۳ کال کې هم تر ټولو ډیر ملکي تلفات د یاغیانو د بمې پریدونو په پایله کې رامنځ ته شوي دي. تر بمونو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جګړې ډيرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د یوناما له خوا په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې که څه هم اوس افغان امنیتي ځواکونه د ټول افغانستان په کچه د پوځي عملیاتو رهبري پر غاړه لري، خو بیا هم دغه ځواکونه له ملکي وګړو څخه د ساتنې او هغوی ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو له پاره منظم تدابیر نه لري.