1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي فرانسيوي ځواکونو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده

۱۳۸۷ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

د کابل په 60 کيلومترۍ د سروبي په سيمه کي د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کي 10 تنه فرانسوي عسکر وژل سوي او شاوخوا21 تنه نور ټپيان سوي دي

https://p.dw.com/p/F11U
د ايساف په چوکاټ کي فرانسيوي ځواکونه په کابل او شاوخوا سيمو کي په ماموريت بوخت دي
د ايساف په چوکاټ کي فرانسيوي ځواکونه په کابل او شاوخوا سيمو کي په ماموريت بوخت ديانځور: picture-alliance/ dpa

د افغانستان ددفاع وزارت په خبره په دې پيښه کي 27 طالب جنګيالي هم وژل سوي او دوه افغان سرتيري هم ټپيان سوي دي.

دا د 2001‍ ميلادي کال راپه ديخوا د بهرنيو ځواکونولپاره تر ټولو سخته پيښه ده چي په ډير شمير عسکر پکښي وژل کيږي. دې پيښي وښوول چي وسلوال طالبان کابل ته ډير نږدې سوي دي او غواړي چي کابل کلابند کړي.

ددې پيښي څخه لږ وروسته د فرانسې د جمهوررييس دفتر ويلي دي چي د فرانسې ولسمشر نيکولا سرکوزي، به ډير ژر افغانستان ته سفر وکړي.

جمهوررييس سرکوزي سمدلاسه ويلي دي چي:« پرخپله ژمنه باندي ولاړيم او فرانسه پر دې ټنګار کوي چي آزادۍ او ډيموکراسۍ په ګټه به د تروريزم پرضد مبارزې ته ادامه ورکړي.»

د فرانسي جمهوررييس نيکولا سرکوزي او د اروپايي ټولني د شپږ مياشتنۍ دورې مشر نيکولا سرکوزي به ډير ژر افغانستان ته سفر وکړي
د فرانسي جمهوررييس نيکولا سرکوزي او د اروپايي ټولني د شپږ مياشتنۍ دورې مشر نيکولا سرکوزي به ډير ژر افغانستان ته سفر وکړيانځور: AP

د رويترز د خبري آژانس د راپور سره سم په ښه ددوشنبې په ماښام د کابل په 60 کيلومترۍ د سروبي په سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي د فرانسوي ځواکون پر ګزمې باندي طالب جنګياليو د درو خواو څخه حمله وکړه.

وروسته له هغه چي نيکولا سرکوزي، نور 700 سرتيري د امريکاد غوښتني سره سم چي وايي ناټو په افغانستان کي اضافه ځواکونو ته اړتيا لري په افغانستان کي د فرانسوي ځواکونو شمير 2600 تنو ته ورسيدی.

په افغانستان کي د ايتلافي ځواکونو د ماموريت د پيل څخه بيا تراوسه پوري د وژل سووفرانسوي عسکروشمير 24 تنو ته رسيږي.

ددې پيښي پړ طالبانو په غاړه اخستې او په عني حال کي بياد حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب وياند د رسنيو سره په خبرو کي ادعا کړې ده چي حمله ددوې جنګياليو کړې ده. خو داسي ويل کيږي چي دا حمله د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب جنګياليو کړې ده. ځکه چي په دې سيمه کي د اسلامي حزب د جنګياليو پرته بل څوک نسته.