1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په افغانستان کي طبابت په تجارت بدل سوی دی»

۱۳۹۱ آذر ۲۶, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي له داکترانو او شخصي روغتونونو له مالکانو څخه وغوښتل، چي خپلسري او غير مسلکي درملني دي نه کوي. يو شمېر افغانان وايي، چي اوس ئې په هيواد کي«طبابت په تجارت بدل سوی دی».

https://p.dw.com/p/173QE
انځور: picture-alliance/dpa


افغان ولسمشر حامد کرزي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۶) په کابل کي د «طبابت د اخلاقو ارتقا» په نوم کنفرانس کي وويل، چي داکتران بايد له خپلسرو او غير مسلکي درملنو څخه لاس واخلي.

کرزي په دغه کنفرانس کي وويل: «زموږ د تلوېزيوني چينلونو له يوه څخه داسي يو راپور خپور سو، چي پکښې ويل سوي دي، په يوه شخصي روغتون کي داکترانو يوه ښځه د عمليات خوني ته بوتله او هلته ئې د عمليات پرمهال وليدل چي ښځي خونرېزي پيدا کړه، داکترانو او نرسانو وځغستل او ولاړل. دا نه يوازي بد اخلاق دي، بکلي ظلم دئ.»

کرزي وويل، دغه قضيه به پخپله تعقيب کړي، چي د ښه څرنگوالي په اړه ئې نورهم پوه سي. د افغانستان د عامي روغتيا وزارت په وارو وار دا ويلي دي، چي پر شخصي روغتونونو او مرکزونو باندي به څارنه ډيره کړي، خو تر اوسه هم له دغه روغتيايي مرکزونو څخه شکايتونه کيږي.

په تيرو يوولسو کلونو کي د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي په لسونو روغتيايي مرکزونو او روغتونونو په کار پيل وکړ، چي د هغوی د کار او غير مسلکي داکترانو د استخدام او ډيرو پيسو د اخيستلو په اړه اوس هم شکايتونه موجود دي.

په افغانستان کي په شخصي روغتونونو کي داکتران تر هغه ډير معاش ترلاسه کوي لکه په دولتي روغتونو کي. په دې سره نو په دولتي روغتونونو کي خدمات ډير محدود سوي دي.

په ولسي جرگه کي د روغتيايي چارو کمېسيون رئيس نقيب الله فايق، په دغه کنفرانس کي وويل، چي د دغه کمېسيون نظارت ښيي چي داکتران د ناروغانو د درملني پرځای د پيسو په فکر کي يي. د هغه په خبره په دې دليل په دولتي روغتونونو کي حالت د زړه سوي دئ.

فايق وويل: «يو شمېر داکتران په خپلو معاينه خانو کي پر مريضانو باندي په تجارت اخته يي، او خپلي اصلي او رسمي دندې ته پر لس نیمي بجې راځي او پر يوولسو بجو بيرته تښتي.»

د افغانستان د روغتيا وزيري ثريا دليل وويل، چي په تيرو درو لسيزو جنگونو کي د افغانستان د طبابت اخلاق هم دغسي زيانمن سوي دي لکه نوري برخي چي زيانمني سوي دي.

هغې وويل: «نن زموږ ناروغان له داکتره و داکتر ته، له روغتونه و روغتون ته او له هيواده و هيواد ته ځي چي يو ماهر داکتر پيدا کړي. پر گډ کار باندي اعتماد، پانگوني او وخت ته اړتيا لري.»

د نظاميانو سواستفاده

داکترانو او روغتونونو شکايت کړی دئ، چي پوځيان نوبت نه مراعتوي او له خپله زوره په استفادې سره ناروغان روغتونونو ته ورولي او داکتران دې ته مجبوره وي، چي لومړی د هغوی مريضان وگوري.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل، چي دغه کار به نور نه تکراريږي: «طبيعي خبره ده چي زموږ په ټولنه کي بېلابېل حالات پيښيږي. ډير زيات دردونه لرو، خو دغه رنځ او درد بايد د دې باعث ونه گرځي چي خپل ناروغ ته په زور سره لومړيتوب ورکړو.»

کرزي وويل، دولتي چارواکو ته لارښوونه کوي، چي تر دې وروسته په روغتونونو کي زورزياتي ته خاتمه ورکړل سي. د سره صليب نړيوال سازمان تر دې دمخه شکايت کړی وو، چي افغان امنيتي ځواک په زور سره خپل مريضان روغتيايي مرکزونو ته ورولي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل