په افغانستان کي شخصي امنيتي شرکتونه تړل کيږي.
۱۳۸۶ آذر ۱, پنجشنبهاعلان
دا خبره د اولسمشر حامد کرزي وياند کړې ده. د کابل پوليسو ويلي دي، په تيره اونۍ کي د پوليسي پلټنو په ترځ کي 9 دغه راز تصدۍ تړل سوي، ځکه دې تصديو پرته له دې چي اجازه ولري په شخصي ابتکار سره د امنيت د ساتني په برخه کي کارکوۍ.
د افغانستان د اساسي قانون د مخه يواځي حکومت په دغه هيواد کي دا صلاحيت او حق لري، چي سلا ولری او هغه هم د اړ تيا په صورت کي استعمال کړي.
د دوشنبې په ورځ د کابينې په غونډه کي هم پردې باندي پريکړه سوي، چي کيدای سي په موقتي توګه يو شمېر محدودو شخصي امنيتي شرکتونو ته د کورنيو چارو د وزارت لخوا ددې اجازه ورکړل سي، چي د امنيت ساتني په چارو کي فعاليت وکړي. دا به هغه شرکتونه وي چي د نړيوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د ادارو د ساتني له پاره کارکوي.