1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي سوله او ثبات بايد پر درو ستنو ولاړ وي

۱۳۸۸ فروردین ۱۰, دوشنبه

په دې ورځو کي د افغانستان په هکله د نړیوالو کنفرانسونو بازار په اصطلا خورا ډیر تود دی چي د رواني مياشتي پر 27 نېټه په مسکو کي، سبا به په دنهاګ کي او درې ورځي ورسته به په شتراسين بورګ کي د افغانستان په اړه خبري کيږي...

https://p.dw.com/p/HMv2
د دنهاګ د ښار انځور
د دنهاګ د ښار انځورانځور: picture-alliance/dpa

په مسکو کي د شانګ هاي د سازمان دغړو هيوادونو له خوا دافغانستان په هکله ديوې نړيوالي غونډي په جوړولو سره د مرکزي آسيا او دهغوي په اصطلا ملاتړ کونکي ځواکونو چين او روسيې غوښتل وښه يي چي د افغانستان مساله نه یوازي د امریکا دمتحده ایالاتو او د ناټو له پاره يوه موضوع نه ده. بلکي دوی هم د افغانستان له مسالې سره بې علاقي نشي پاته کیدلای. د مسکو په کنفرانس کي په تيره بیا په دې ستراتيژۍ باندي زیاتي خبري شوي. چي دترهګرۍ سره څه ډول مبارزه وشي او څنګه د نشه يي توکو دسوداګرۍ مخنوي وشي. روسيه ،چین او د شانګ هاي نور غړي هیوادونه په دغه مبارزه کي څه ونډه اخیستلای شي.

خو ددنهاګ په نړیوال کنفرانس کي چي د ملګرو ملتونو د ټولني په بلنه جوړيږي او دګډون کونکو د شمېر له مخه چي ښايي د 90 هيوادونو استازي پکښي ګډون ولري يو بېساري ستر کنفرانس بلل کيږي، اساساً به پر دی موضوع باندي خبري وشي چي څنګه په افغانستان کي سوله او ثبات راتلای شي ؟

په دې هکله د آلمان دمسیحي او سوسیال مسیحي ډیموکراټ ګوندونو د پرمختيايي سياست د چاروکار پوه وايي چي په افغانستان کي سوله او ثبات بايد پر دروستنو باندي بنا کړاي شي او دغه ستني بايد د یوبل سره په اصطلا اوبدل شوی وي.

« ترهرڅه لومړی بايدد امنيتي سياست ستني ته زیاته پاملرنه وسي. په دې ماناچي بايد د اقتصادي او پرمختیايي پرژو د چارو د پرمخ بيولوله پاره امن او ثبات وي او دې موخي ته د رسيدو له پاره بايد د افغانستان د اردو او پوليسو د روزني له پاره اوچت ګامونه واخیستل شي.

د امریکادمتحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د پاکستان حکومت ته دا خبره په ډاګه کړې ده چي د تند لارو مسلمانانو پر ضد په مبارزه کي به د امریکا متحده ايالات د اورپکو پر ګوماني مورچلو باندي هوايي بريدونه کوي
د امریکادمتحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د پاکستان حکومت ته دا خبره په ډاګه کړې ده چي د تند لارو مسلمانانو پر ضد په مبارزه کي به د امریکا متحده ايالات د اورپکو پر ګوماني مورچلو باندي هوايي بريدونه کويانځور: AP

دوهمه ستنه عبارت د ډيپلوماسي ستني څخه دی چي له يوې خوا د افغانستان د حکومت په دننه کي بايد د نشه يي توکو او د بډي اخيستلو سره بايد په کلکه سره مبارزه وشي اوله بله پلوه بايد د افغانستان ګاونډي هیوادونه د روغونکو خبرو او ډيپلوماسي هلو ځلو له لاري دې ته را وهڅيږي چي په افغانستان کي د سولي او ثبات په لاره کي خپله ونډه تر سره کړي. په تيره بیا ايران او پاکستان بايد دګاونډي هیواد افغانستان په مساله کي خبري نه بلکي عمل وکړي. همدا علت دی چي ددن هاګ کنفرانس ته دايران او پاکستان استازي را بلل شوي دي.

دیو بل خبر له مخه د امریکادمتحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د پاکستان حکومت ته دا خبره په ډاګه کړې ده چي د تند لارو مسلمانانو پر ضد په مبارزه کي به د امریکا متحده ايالات د اورپکو پر ګوماني مورچلو باندي هوايي بريدونه کوي او تر ځایه چي امکان ولري امر یکايي عسکر به د پاکستان په قبايلي سیمو کي د پوځي ځمکنيو عملیاتو څخه ډډه وکړي. خوکه چيري یو هدف د امریکایانو له پاره ډیر مهم وي نو د پاکستان له حکومت سره به ترسلا مشورې وروسته عمل وشي.

دريمه ستنه چي په افغانستان کي دسولي او ثبات له پاره ضروري بريښي هغه د پرمختيايي او اقتصادي سیاست ستنه ده. بايد له دغه ولس سره داسي پرمختیايي او اقتصادي مرستي وسي چي دهغوی زړونه په اصطلا تر لاسه شي. په تيره بیا د افغانستان په کلیو او بانډو کي بايد داسي پروژې په کار ولويږي چي خلکو ته پکښي کار او مشغولتیا پيدا شي تر څو دوی اميدواره شي چي ددوی راتلونکې دسولي او ثبات په ټينګیدلو سر ه سمیږي. په تيره بيا زير بنايي پروژو، کرني، پوهني او روزني او روغتيايي چارو ته زیاته پاملرنه وشي.

gu / CNN / ضياالحق فضلي

کتونکی: زيارمل