په افغانستان کي ستره ستونزه بېکاري ده
۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۱, یکشنبهکه سړی يوازي ددې هيواد په مرکز کابل ښار په چوکونو کي د کسبه کارانو مزدورکارانو او بيکارانو ډلي وګوري، چي هره ورځ ترټکنده غرمې پوري د کارمندلو انتظار باسي نو ښکاري چي په دغه هيواد کي څومره بېکاري ده.
دغه کسان چي پر چکونو د کار په تمه ناست وي اکثره يې بيرته تش لاس خپلو کورونو ته ستنيږي او د بلي ورځي په انتظار د خپلي کورنۍ سره وږې شپه تيروی.
د کارپوهانو له انده همدغه بيکاري ددې سبب سوې چي امنيت ويجاړ وي او همدغه بېکاران دي چي ځيني يې د دولت د وسله والو ګروپونو سره يوځای کيږي اوځيني بيا په غلا، تښتولو او نورو جنايتونو لاس پوري کوي.
داسي رپوټونه ورکول سوي، چي همدا اوس يوازي د کابل په ښارکي څه دپاسه پنڅه زره کارګران او مزدوران د مزدورۍ د پيداکولو لپاره په ښار کي راټول سوي، چي په سلو کي شلو ته يې ايله کارونه پيداکيږي.
د کارټولنيزو شهيدانو او معلولينو د وزارت معين واصل نورمهمند نور د چوکونو مزدوران غيرمسلکي او غير حرفوي بولي او وايي، چي وزارت يې په ګن شمېرحرفوي موسسو کي د زده کړو له پاره امکانات برابرکړي دي اوددې کارلپاره يوه څانګرې تک لاره سته.
دا مهال په افغانستان کي د ګوتو په شمارفابريکې او توليدي موسسې مات و ګود فعاليت لري چي زياتره يې د برېښنا د نشتوالي، لږوالي اوامنيتي ناخوالو څخه شکايت لري او پانګي اچوني ته زړه نه ښه کوي.
په دې لړکي وړمه ورڅ د الګوزي نړيوال شرکت چي يو افغاني شرکت دی اعلان وکړ،چي غواړي د شپېته ميلونه پانګي په اچولو سره په کابل کي د غيرالکولي مشروباتو يوه ستره کارخانه جوړه کړي، چي شاوخوا اوه زره کارګرانو ته به پکښي د کارکولو امکانات برابرسي.
جمال کوټوال/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل