1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ښځو وضعيت د اندېښنې وړ دی

آژانوسنه/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ تیر ۳۰, دوشنبه

د آلمان د ښځو د فعالانو سازمان مېديکا موندياله وايي:«داسي فعاليتونه روان دي چي د افغان ښځو د تيرو کلونو لاس ته راوړني بيرته له منځه ولاړي شي.» په تير ميلادي کال کې له ښځو سره زورزياتی ۲۵ سلنه زيات شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Cg1S
انځور: Lizette Potgieter/medica mondiale

د آلمان د ښځو سازمان، مديکا موندياله په افغانستان د ښځو د امنيت په هکله انديښنه لري. د دغه سازمان وياندي ميشتيدل بوخ هولز، په يوه ورستۍ مرکه کې ويلي دي چي په افغانستان کې د دوی غړو ته «کله نا کله گواښ کيږي.»

هغې په کولن کې د مسيحي پروتستانت خبري آژانس، EPD ته وويل:«داسي هڅي رواني دي چې د وروستيو کلونو لاس ته راوړني له خاورو سره برابري شي.» هغې وويل چې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د ټولني محافظه پال قوتونه هڅه کوي چي د ښځو حقوق محدود کړي.

د مېديکا موندياله سازمان د کلني رپوټ له مخې په ۲۰۱۳ کال کې له ښځو سره د زورزياتي کچه ۲۵ سلنه زياته شوې ده. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د احصائې له مخې د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ نيمايي کې له ښځو سره د زورزياتي ۴۱۵۴ پيښي ثبت شوي دي، په داسي حال کي چي دا په ۲۰۱۲م کال کي دغه شمېره ۳۳۳۱ وه.

بوخ هولز وويل: «دا هم معلومه نه ده چې رښتيا هم همدومره زورزياتی شوی دی او که تر دې نور هم زيات دی، ځکه ډيري ښځي د دي جرئت نه لري چي د خپلو پلرونو او يا خپلو مړونو پر ضد عريضې وکړي.» دغه سازمان په تير ميلادي کال کې د ۵۵۶ ښځو قضيې د افغانستان محکمو ته وړاندي کړې.

د ښځو فعالان د حملو هدف

د آلمان د ښځو سازمان وياندي، بوخ هولز د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې د بشري حقونو فعالان او د مرستنديو سازمانونو پر کارکونکو باندي هدفي بريدونه مخ پر زياتيدو دي: «د مېديکا موندياله د افغانستان د څانگي همکاران وخت په وخت په خپلو خدمتي موبايل تيلفونونو کې زنگونه او لنډ پيغامونه ترلاسه کوي چې په هغو کې دوی ته يا ښکنځل او يا گواښونه کيږي.»

بوخ هولز، ټينگار وکړ چي په همدي وجه د ښځو فعالان بايد په دي هيواد کي يو له بل سره شبکه يي اړيکي ولري، څو د داسي گواښونو پر وړاندي خوندي وساتل شي. هغې يادونه وکړه چي د نوموړي سازمان کار کوونکي د دې له پاره چې د خطرونو مخنيوی وکړي، هغوی هره ورځ د کار پر لور خپله لاره بدلوي.

په سياست کې د محافظه پالو قوتونو شتون يو خطر دی

مېديکا موندياله د افغانستان په سياست کي د محافظه پالو قوتونو له پياوړتيا څخه خبرداری ورکړی دی. نوموړی سازمان وايي چې دا خطر موجود دی چې په سياست کي دغه قوتونه له خپل نفوذ څخه په کار اخيستو سره هغه قوانين چي د له ښځو سره د زورزياتي مخه نيسي او د پارلمان له خوا لا تراوسه تصويب شوي نه دي، ضعيف کړي او يا حتي بلکل د هغو مخه ونيسي.

واکمن ولسشمر حامد کرزي په ۲۰۰۹ کال کي د يو فرمان په صادرولو سره جنسي تيری، په کورنۍ کي له ښځو سره زورزياتی او جبري نکاحوي، هغه جرمونه وگڼل چي د قانون له مخي بايد تر تعقيب لاندي ونيول شي او عاملان يي بايد سزا وويني.

راتلونکې تت او تياره ښکاري

د آلمان د ښځو نوموړی سازمان چي د نړۍ په گوټ گوټ کې د ښځو وضعيت له نژدې څاري، وايي چې په افغانستان کي د ښځو روان وضعيت اوس د دغه هيواد د ولسمشرۍ ټاکنو په وروستيو پايلو پوري تړلی دی. د دغه سازمان وياندي، بوخ هولز د ټاکنو د پايلو پر سر د دوړاړو مخکښو کانديدانو د نه جوړ جاړي په هکله انديښنه څرگنده کړه. د دوهم پړاو ټاکنو رايي اوس په بشپړه توگه له سره شميرل کيږي.

مېديکا موندياله سازمان په ۱۹۹۳ کال کې د آلمان په کولن ښار کي د نسايي ډاکتري، موتيکا هاوزر له خوا تأسيس او له هغه وخت راهيسي له هغو ښځو سره چي په جگړه ځپلو هيوادونو کې د جنسي تيريو قربانۍ دي مرسته کوي.

دغه سازمان په افغانستان، بوسنيا هرڅوگووينا، لايبريا، په کانگو ديموکراتيک جمهوريت، يوگاندا، بروندي او روندا کې د ښځو د سازمانونو ملاتړ کوي او په دغو هيوادونو کې د ښځو د حقونو د خوندي ساتني له پاره پروژې پيل کړي دي.