په افغانستان کي د پوځي او مدني مرستو نظيم په کاردی
۱۳۸۹ خرداد ۱۳, پنجشنبهخو هغوئ وايي، چي دا به کومه ګټه و نه لري، ځکه چي د پرمختيايي مرستو د لاري دا توان نسته چي په چټکۍ سره، په هغو ځايونو کي چي د طالبانو له قبضې څخه وتلي دمدني پرمختيايي پروژو له لاري هلته سوله ايزو بنيادي جوړښتونو ته ټنگښت ور وبخښل سي.
د پرمختيايي چارو د وزير ديرک نيبل په وينا د پوځ، پوليسو اود ملکي بيارغوني او پرمختيايي مرستو ترمنځ ګډکار ښه نه ترسره کيږي.
سړی بايد د المان د ټولوحکومتونو ښه په دې ووايي چي، د لومړي سر څخه يې د امريکايانو پر خلاف د بيا رغوني په پروژو لاس پوري کړی دی.
هغه وايي د المان دپوځ دې فعاليتونوکوم ښه دوامداره اثر نه درلودی، بلکي برخلاف د افغانستان شمالي سيمه چي تر ډيره وخته آرامه وه اوس ورځ تر بلي په يوې نا آرامي سيمي بدليږي.
د جرمني پوځ وايي، چي دوئ د سيمي د امنيت غم خوري، او د افغاني پوليسو د روزلو او پراختيا د لاري هغه ته ثبات وربخښي وروسته تر هغه ملکي بيارغونه هلته کيدای سي.
المانيان فکر کوي، چي د افغانستان په شمال کي د امريکايي ځواکونو په مېشته کېدلو سره به ملکي بيارغونه بيرت شاته پاته سي.ځکه چي امريکايان ځانته د مرستي کولو دپاره پرمختيايي مرستي چي پخپله د افغانانو د ابتکارونو تقاضاهم کوي نه پېژني.
دوئ د هغه هيواده د خپل پوځ د ژر ايستلو په پام کي لرلو سره د ګړندي برياليتوب په هڅه کي دي او ددې دپاره ډيري پيسې لګوي.
جرمنيان ددې څخه بيره لري، چي امريکايان په دې ډول د بيو د لوړېدوسبب کيږي او د افغانانو ترمنځ د خپل ابتکار علاقه کموي.
ag/ رحيله اميري
کتونکی. زيارمل