1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ټاکنیز ایتلاف د جوړلو هڅي

حسین سیرت (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۶, چهارشنبه

د سياسي گوندونو رهبران د «ټاکنیز اتحاد» د جوړولو تلاشونه کوي. د دوی په خبره د دغو هڅو موخه د جمهوري رياست له پاره پر نوماندانو، په ټاکنو کي د روڼوالي پر راوستلو او د نوماندانو د مرستيالانو پر ټاکلو باندي بحث کول دي.

https://p.dw.com/p/19Xjz
Afghan government opposition leaders are seen during a meeting abut presidential election in Kabul, Afghanistan.28.08.2013.Photo: Hossain Sirat / DW
Afghanistan Oppositionspolitiker in Kabulانځور: DW/H. Sirat

د سه شنبې په ماښام (۲۰۱۳ کال د اگست۲۷) په کابل کي په افغانستان کي د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد، د ولسمشر کرزي ورور قيوم کرزی، د کورنيو چارو پخوانی وزير علي احمد جلالي، د ملي ايتلاف رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جنبش گوند مشر عبدالرشيد دوستم، د ملي جبهې مشر احمد ضيا مسعود او د بلخ والي عطا محمد نور د وحدت گوند د مشر محمد محقق، په کور کې سره راټول سوي ول او د «انتخاباتي اتحاد» په اړه ئې خبري وکړي.

حاجي محقق او زلمی خلیلزاد
حاجي محقق او زلمی خلیلزادانځور: DW/H. Sirat

د دغي غونډي په پای کي ډاکټر عبدالله خبريالانو ته وويل: «په دې غونډه کي پر دې باندي تفاهم وسو چي موږ له سرنويشت جوړونکو ټاکنو سره مخامخ يو نو په کار ده چي تفاهم ته ادامه ورکړو. ټاکنیز ايتلاف يوه له هغو پريکړو څخه ده چي په نژدې ورځو کي به اعلان سي.»

د دوشنبې په ماښام هم دغه سياسي رهبران د جنرال عبدالرشيد دوستم په کور کي سره راټول سوي ول. په پلان کي ده چي د پنجشنبې په ورځ به د دغه اتحاد غړي گوندونه او هغه څوک چي غړيتوب يې ترلاسه کړی اعلان سي.

دغو مشرانو څه نا څه دوه ساعته د تړلو دروازو تر شا خبري وکړې او وروسته ئې خبريالانو ته د غونډې پایلې اعلان کړې. خو زلمي خليلزاد، قيوم کرزي او علي احمد جلالي په مطبوعاتي کنفرانس کي گډون و نه کړ.

محمد محقق وويل هڅه کوي چي زلمی خليلزاد، قيوم کرزی او علي احمد جلالی هم په دغه اتحاد کي شامل کړي: «په راتلونکې کي خبري اتري ورسره کيږي که موافقې ته سره ورسېدو نو دوی به هم په [ټاکنیز اتحاد] کي شامل سي او که توافق و نه سو، نو ديموکراسي ده ټاکنې آزادې دي هره ډله کولای سي خپل کانديد وړاندي کړي.»

د افغان حکومت د سیاسي اپوزيسيون په خبره، د اسلامي جمعيت، ملي اسلامي جنبش، اسلامي وحدت، ملي ايتلاف، ملي جبهه او نورو گوندونو مشران غواړي چي «ټاکنیز اتحاد» جوړ کړي. خو ډاکټر عبدالله وويل چي تر اوسه پوري د دغه اتحاد غړي معلوم نه دي او دا چې د اتحاد د غړو د ډیریدو له پاره هڅې روانې دي.

استاد عطا، ډاکټر عبدالله، حاجې محقق
استاد عطا، ډاکټر عبدالله، حاجې محققانځور: DW/H. Sirat

د ټاکنو د قومي کېدو په اړه اندېښنې

اوس د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه تر ټولو ستره اندېښنه د سياستوالو پر دوو برخو يعنی شمال او جنوب باندي ويشل کیدل دي. خو د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، وویل چي دغه اتحاد د همدو اندیښنو د له منځه وړلو په موخه جوړیږي: «په دغه اتحاد کي قومي يا سمتي روحيه نه ده حاکمه. په دغه اتحاد کي د افغانستان ملي وحدت په پام کي نيول سوی دی.»

اوس وخت يوازي د اشرف غني احمدزي، عمر داودزي، عبدالرب رسول سياف، ډاکټر عبدالله عبدالله، حنيف اتمر او انور الحق احدي د کانديدۍ خبره کيږي. د انتخاباتو د مهال وېش له مخي د سنبلې د مياشتي پر ۱۸ نېټه به د کانديدانو د نوم لیکني بهير پيل سي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب