1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ولسمشر او ولايتي شوراګانو له پاره د ټاکنو وخت پاي ته ورسيدی

۱۳۸۸ مرداد ۲۹, پنجشنبه

نن پنجشنبه د زمري د مياشتې په 20 نېټه، د امنيتي گواښونو او گوټ څنډنو سره سره په ټول افغانستان کې اولسمشريزه او د ولايتي شوراگانو ټاکنې پيل شوې.

https://p.dw.com/p/JEYW
د رايو ورکولو مرکز
د رايو ورکولو مرکزانځور: AP

په ټاکنو کې ټول څه ناڅه 17مليونه د رايو ورکولو وړ کسان برخه اخيستی شي.

اولسمشر حامد کرزي نن سهار وختي اولسمشريزه ناستون ته نږدې يوه ټاکنيز مرکز کې خپله رايه واچوله. کرزي خپل ځان د دوهم ځل د پاره کانديد کړی او په وړاندې يې 40 تنه نور کانديدان ولاړ دي، له کومو څخه چې دوې تنه ښځې دي.

د طالبانو له تگ څخه وروسته په افغانستان کې د دوهم ځل د پاره په دموکراته توگه سره ټاکنې تر سره کيږي.

اولسمشرۍ ته د نورو تر څنگ مخکښ کانديدان دي، د بهرنيو چارو پخوانی وزير عبدالله عبدالله، د ماليې مخکينی وزير اشرف غني او د پلان پخوانی وزير رمضان بشر دوست. دوی دريو واړو د کرزي په حکومت کې دندې تر سره کړې.

د ټاکنو مرکزونه د افغانستان په وخت د سهار پر 7 بجو پرانستل شول او د مازديگر تر 4 بجو پورې به ټاکنې دوام درلودی، چي وروسته يې بيا وخت و غځول سو.د ټاکنو لومړنۍ پايلې به 48 ساعته وروسته اعلانيږي.

په دې ټاکنو کې پر اولسمشر برسېره د 34 ولايتي شوراگانو د پاره هم 420 تنه غړي ټاکل کيږي. د 2000 بهرنيانو په گډون له 270000 څخه زيات کسان په 6500ټاکنيزه مرکزونو کې د ټاکنو څارنه، کنترول او نورې مرستې کوي.

که څه هم د لومړيو اټکلونو له مخې موجوده مشر حامدکرزی په ټاکنو کې وړاندې دئ، خو گمان نه کيږي چې په سلو کې به 50 برخې لازم اکثريت لاس ته وروړي، او په هغه صورت کې به د اکتوبر د مياشتې په لومړۍ اونۍ کې دوه پر دوه ټاکنې سر ته رسيږي، په کومو کې به چې يواځې دواړه زيات اکثريت لرونکي برخه اخلي.