په افغانستان کي د وسله والي جگړې تر څنگه يوه بله جگړه هم روانه ده
۱۳۹۰ آبان ۱۹, پنجشنبهخو د امنيتي دلايلو له کبله د افغانستان د کانونو په سکتور کي پانګه اچونه ډيره زړورتيا غواړي. ددې سره سره، چي کيدای سي د افغانستان جګړه په نزدې راتلونکې کي پای ته ونه رسيږي، خو گاونډيان بيا د طبعي منابعو د ترلاسه کولو له پاره په دغه هیواد کي په رقابت بوخت دي.
د افغانستان د کانونو وزارت وايي، چي تر ۲۰۱۴کال پوري به هر کال د پنځو کانونو قراردادونه د بهرنيو کمپنيو سره لاسليک سي.
د کارپوهانو په اند، اوس چي غربي هيوادونه له افغانستان څخه د وتلو په حال کي دي، گاونډيان په دغه هيواد کي د طبيعي منابعو د ترلاسه کولو له پاره د نفوذ د پراخولو پر سر سيالي پيل کړې.
چين په افغانستان کي د نفتو او مسو د کانونو قراردادونه تر لاسه کړي دي. دغه هيواد تر اوسه پوري د افغانستان د کان کيندني په سکتور کي تر نورو هيوادونو ډيره پانګونه کړې.
د ترسره سويو څېړونو له مخي د عينکو د مسو کان، چي چين ئې د کندني قرارداد په ۲۰۰۷کال کي تر لاسه کړ، ۱۱ميليونه ټنه مس لري. اوس د حاجي کک د کان پر سر ايران او هندوستان سیالي کوي.
که هندوستان دغه قرارداد وګټي نو تر اوسه به ئې د افغانستان د کانونو په سکتور کي تر ټولو ډيره پانګونه کړې وي.
د حاجي ګک کان دوه بيليونه ټنه اوسپنه لري. ددغه کان د ګټونکي هيواد نوم به په راتلونکو ورځو کي اعلان سي.
د افغانستان د کانونو وزارت اوس په دې لټه کي دی، چي د کانونو د استخراج له پاره پانګوني راجذب کړي. د افغانستان ولسمشر هم په دغه کار بوخت دی. هغه تيره اونۍ د استراليا د لومړۍ وزيري څخه وغوښتل، چي هيواد ئې د افغانستان د کانونو په سکتور کي پانګونه وکړي.
که څه هم چي اوس د افغانستان د کانونو ارزښت يو تريليون ښوول سوی دی، خو کارپوهان وايي، چي په اصل کي کيدای سي دغه ارزښت درې تريليونه ډالره وي.
يو امريکايي کارپوه وايي، د ۲۰۱۶ کال وروسته به افغانستان د عينکو او حاجي ګک کانونو څخه نيم بيليون ډالرعايد په لاس راوړي.
د کانونو په کيندلو سره به په افغانستان کي نور بنسټونه، لکه د اورګادي پټلۍ، بريښنا، د اوبو تنظيم او نور هم پرمختګ وکړي.
افغان چارواکي وايي، چي د چين او اسيايي بانک لخوا د اورگاډي د پټلۍ د غځولو دوې پروژې پيل سي، چي په ترځ کي به ئې افغانستان د ريل په واسطه له خپلو ګاونډيو سره ونښلي.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل