په افغانستان کي د نشه يي موادو کښت لږ سوی معتادين ډيرسوي
۱۳۸۹ مرداد ۱۹, سهشنبهضرار احمد مقبل په هرات کي ولسي مشرانو ته په يوه غونډه کي وويل چي په هيواد کي د کوکناروکښت لږ سوی، خو په نشو د روږ دو کسانو په شمېر کي ډيروالی راغلی.
د هغه په خبره اوس په هيواد کي يو ميليون انسانان په نشو روږد دي، چي دولت د نړيوالي ټولني په مرسته يوازي د يو فيصد ناروغانو د درملني امکانات لري.
د مخدره موادو د مخنيوي وزير د کوکنارو د کښت په اړه ويلي دي چي د هلمند ، کندهار ، فراه، روزگان او بادغيس ولاياتو پرته چي ۹۹٪ کوکنار پکښي کرل سوي په نورو ولاياتو کي يې کچه صفر ده.
هغه د هرات ولايت د بزگرو سره د بيا رغوني په برخه کي د يو ميليون امریکايي ډالرو او ۳۰ عرادو ټکټرو د مرستي ژمنه کړې.
د مقبل په خبره په ټوله نړۍ کي د مخدره موادو کلنی عوايد ۶۵ ميلياردو ډالرو ته رسيږي، چي افغان کروندګر يي يواځي ۴۵۰ مليونه ډالره ور رسيږي نور يې ټولي پيسې نړيوالي مافيا او يو ميليارد د طالبانو لاس ته ورځي.
دافغانستان دمخدره موادو د مخنيوي وزير هرات ته د خپل سفر په جريان کي په نشه يي موادو د روږدو ناروغانو د تداوۍ د پاره د يوروغتون دجوړیدو د بنسټ ډبره کيښوده او د ۳ نورو روغتونونو دجوړيدو ژمنه يي کړې.
د هرات د دولتي چارواکو په خبره په هغه ولايت کي اوس ۵۰ زره کسان په نشو روږد دي چي په دې جمله کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: زيارمل