1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د نشه يي موادو توليد ۴۰ځله لوړ سوی

۱۳۸۹ دی ۳, جمعه

مسکو په افغانستان کي پر ناټو ځواکونو نيوکه کوي چي د نشه يي موداو ستونزي ته يې هيڅ ډول پاملرنه نده کړې.

https://p.dw.com/p/Qjzd
« له بده مرغه چي موږ اوس د ناټو په اړه څه نسو ويلای»
« له بده مرغه چي موږ اوس د ناټو په اړه څه نسو ويلای»انځور: AP

د روسيې د نشه يي موادو د کنترول د ادارې مشر ويکتور يوانوف په مسکو کي ويلي چي د هغه وخت راهيسي چي ناټو ځواکونو په افغانستان کي په ماموريت پيل کړی د نشه يي موادو توليد ۴۰ چنده لوړ سوی.

يوانوف تيره ورځ په مسکو کي د انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي وويل:

« موږ د اروپايي پارلمان سره د افغانستان په اړه يو ګډ پلان جوړ کړی چي هغه څلور برخي لري. په هغو کي يوه يې په نشه يي موادو پوري اړه لري. په هغه کي زموږ ټولي غوښتني وړاندي سوي دي.»

د هغه په خبره دا ددې ښکارندويي کوي چي د اروپايي ټولني په پارلمان د نشه يي موادو ستونزي ته پاملرنه کوي.

« له بده مرغه چي موږ اوس د ناټو په اړه څه نسو ويلای، ځکه د نومبر په مياشت کي د ليزبن په غونډه کي د شمالي اتلانتيک د غړو هيوادونو ستراتيژي تصويب سوه. په هغه کي په ټوليزه توګه د نشه يي موادو ستونزه دوه ځله ياده سوې او هغه هم تر ويرګل وروسته په سرسري توګه.»

د هغه په خبره دا ددې مانا لري چي په داسي يو مهم سياسي سند کي د نشه يي موادو پرضد د مبارزې دپاره هيڅ ځای نسو پيدا.

« دا يقيني خبره ده چي افغانستان ته د ناټو ځواکونو په ورتګ سره د نشه يي موادو په وړاندي مبارزه کي د هغوی اغيزه صفر ول، که سړی هغه مثبت و نه وايي. ځکه چي عيناً ددوی په ورتګ سره په افغانستان کي د هيروينو د توليد کچه ۴۰ واري لوړه سوې او نه کميږي.»

درې ورځي وړاندي د روسيې د نشه يي موادو د کنترول ادارې په يو رپوټ کي کښلي ول چي په هغه هيواد کي هر کال ۱۰۰۰۰۰ انسانان د نشه يي موادو د استعمال په خاطر خپل ژوند د لاسه ورکوي او په هغوی کي ډيری يې د هغه هيروينو څخه رنځ وړي چي د افغانستان څخه قاچاقيږي.

په رپوټ کي دا هم ويل سوي ول چي په روان وخت کي په روسيه کي شاوخوا پنځه ميلونه انسانان په نشه يي موادو روږد دي.

روسيې په وار وار وړانديز کړی چي تر هرڅه لومړی بايد په افغانستان کي د نشه يي موادو د په وړاندي مبارزه ګړی سي. چي د هغوی په خبره دغه مواد تر ترهګرو ډير خطرناکه دي.

د روسيې د نشه يي موادو د ادارې په رپوټ کي د مسکو د مذهبي مشر په وينا راغلي ول چي د وخت د شوروي اتحاد په ټول ماموريت کي چي په افغانستان کي يې درلودی ۱۵ زره عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی ولي اوس يوازي د نشه يي موادو څخه په کال کي سل زره تنه مري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم