په افغانستان کي د ملکي خلکو وژنه ورځ تر بلي زياتيږي
۱۳۸۷ شهریور ۱۸, دوشنبهد Human Rights Watch, HRW د آسيا مشر Brad Adams په يوه خبرتيا کې د امريکا په مشرۍ په افغاسنتان کې د بين المللي قواوو څخه غوښتنه کړی، تر څو د ملکي خلکو له وژلو څخه لاس واخلی.
د HRW راپور ورکوی، چې په کال دوه زده شپږ کې د بين المللي قواوو په عملياتو سره يوسلو شپاړلس ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي. او تېر کال د دغو خلکو شميره درې سوه يوويشت ته رسيدلی ده.
په وروستيو مياشتو کې د ناتو او ايساف قواوو په وار وار په دی تورن شوی دي، چې دوی په خپلو عملياتو کې يو شمير ملکي خلک وژلي دي.
ښاغلی آدم ويلی دی، چې د بين المللي عسکرو لخوا د زياتو ملکي وگړو وژنه د دی باعث کېږی، چې په د دوی پلويلن ورځ په ورځ کمېږي.
يوازی د سږ کال په اوو مياشتو کې يوسلو شپاړلس افغانان وژل شوی دی. په دی شمېره کې د ملگرو ملتو د راپور هغه 90 کسان نه دی شامل، چې په شينډنډ کې وژل شوي دي. ايتلافي قواوې ادعا کوی، چې دوی د «پنځو نه تر اوو» ملکي خلک وژلي دي.
کله چې د بهرنيو پلي عسکر د خپلو هوايي قواوو مرسته راوغوړی، نو بيا دوی بمباری کوی او په داسی حالت کې زياتره وخت ملکي وگړي ژوند له لاسه ورکوي.
د بشري حقوقو دغه ټولنه د ملکي خلکو د وژلو په اړوند نوره نيوکه هم کوی او ليکی:امريکايي عسکر د ملکي وگړو له وژلوڅخه وروسته د دغو خلکو وژل نه منی او وار په وار سره يی ردوی او پړه يی په طالبانو وراچوي. سر بېره پر دی د بهرنيو قواوو څېړنې د پېښو په اړوند «يو طرفه، نامکمل او پره شفاف» نه دي.