1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د ملکيانو مرگ ژوبله ډېره شوې ده

dpa, afp۱۳۹۳ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د ملگرو ملتو یو نوی رپوټ وايي چې په افغانستان کې د افغان ځواکونو او طالب ياغیانو تر منځ د نښتو له زیاتیدو سره، د عامو خلکو مرگ ژوبله تر پخوا زياته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1EdaC
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتو دغه رپوټ د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۱۸مه) خپور شوو. په رپوټ کې راغلي دي چې ۲۰۱۴م کال د افغانستان له پاره تر بل هر وخت ډیر خونړی وو، ځکه چې د ملکي خلکو د مرگ ژوبلو شمیر ۲۲ سلنه لوړ شوی دی. په ياد کال کې د مرگ ژوبلو شمیر ۱۰۵۴۸ ته ورسید.

په افغانستان کې د ملگرو ملتو د مرستو نمایندگي «یوناما» رپوټ وايي چې د تیر میلادي کال تر پایه پوري، کله چې نړیوال جنگي عسکر په بشپړه توگه له افغانستان څخه ووتل، ۳۶۹۹ ملکي خلک وژل شوي او ۶۸۴۹ تنه نور ټپیان شوي دي. په رپوټ کې یادونه شوې چې له ۲۰۰۹م کال راهيسي دغه شمیر په یو کال کې تر بل هر وخت «بی ساری» دی.

په رپوټ کې راغلي دي چې ډير ملکيان په ۲۰۱۴م کال کې په ځمکنیو نښتو کې وژل شوي، په داسي حال کي چې په تیرو کلونو کې ډيرو خلکو د سړک د غاړي او په کور کې جوړشوو ماینونو او بمونو په واسطه وژل شوي دي.

یوناما د «جگړي پر اړخونو» تور لگولی دی، چې ډير زیات له چادونکو وسلو، لکه هاوانونو، توغندیو او لاسي بمونو څخه په جگړه کې کار اخلي. په رپوټ کې پر هغوی تور لگول شوی چې ډیر وخت د «پټو سترگو او پرته له توپیر څخه» حملې کوي او هغه په ملکي هستوگڼځایونو کې او دا د دې سبب شوی دی چې ډير ملکي وگړي د نښتو په ترځ کې ووژل شي.

۲۰۱۵ کال د آزموېنی کال

په افغانستان کې د ملگرو ملتو د عمومي منشي حانگړي استازي نیکولاس هیسوم، د دغه رپوټ د وړاندي کولو پر وخت وویل: «هیله ده چې د زور زیاتیو کچه په ۲۰۱۵م کال کې د تیر میلادي کال په څير نه وي.» هیسوم وویل: «د ۲۰۱۴م کال بې سارې ملکي مرگ ژوبله ثابتوي چې د ملکي افغانانو د خوندي ساتني له پاره کړي ژمني پوره شوي نه دي.»

په یوه وینا کې د ملگرو ملتو دغه ځانگړي استازي یادونه وکړه: «موږ باید مشخص اقدامات وکړو، څو په ۲۰۱۵م کال کې د ملکي خلکو د مرگ ژوبلو کچه راکښته شي.»

په دسمبر میاشت کې د ناتو په مشرتوب نړیوال جنگي عسکر له افغانستان څخه ووتل او پرځای یو محدود شمیر پاتي دي چې د هغوی دنده تر زیاتي اندازې د افغان امنیتي ځواک روزل دي.

خو د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب نړیوال ائتلاف وايي چې هغه به په «تروریزم ضد عملیاتو» کې تر وروسته هم گډون ولري او دغه راز د غوښتني په صورت کې به د افغان امنيتي ځواک مرستي ته ور ودانگي.

یوناما وویل چې په وروستیو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو يو د بل پرضد «مخامخ جگړې» پيل کړي دي.

ناخوال ټولنیز عواقب

د ملگرو ملتو په رپوټ کې ویل شوي دي چې د ۷۲ سلنې ملکي وگړو د مرگ ژوبلو مسئولیت د طالبانو او نورو حکومتي ضد یاغیانو پر غاړه دی. د جگړو اکثره ډگرونه د ملکي خلکو سیمي دي. د ملگرو ملتو رپوټ یادونه کوي چې د ملکي وگړو مرگ ژوبلي د افغانستان د ټولنيز ژوند له پاره ډير ناخوال عواقب لري.

د یوناما د بشري حقونو د چارو مشرې گیورگیت گاگنون، وویل: «هغه افغان میرمن چې خپل میړه له لاسه ورکوي او هغه افغان ماشوم چې خپل پلار لاسه ورکوي، په حقیقت کې د هغوی د ژوند ناورین له دې سره پيليږي.»

هغې وویل: «د جگړي اړخونه باید د خپلو اعمالو د نتایجو په هکله پوه وي او باید د هغو مسئولیت ومني. هغوی باید د ملکيانو ژوند خوندي وساتي او هغه په خپلو لومړيتوبونو کې وگڼي.»