په افغانستان کي د طالبانو سره پټي خبري رواني دي
۱۳۸۹ مهر ۱۴, چهارشنبهواشنګټن پوست ورځپاڼه د افغان او عربي سرچينو په حواله ليکي چي پټي خبري پيل سوي او داسي ښکاري چي دا ځل په لوړه کچه خبري اتر کيږي.
د ورځپاڼي په خبره دغه پټي خبري اتري د هغو ليدنو کتونو ادامه ده چي د حامد کرزي او طالبانو استازو يو کال د مخه په سعودي عربستان کي سره کتلي ول.
واشنګټن پوست ليکي چي هغه وخت خبرو ډيري ښې پايلي لرلي، چي د طالبانو استازو د خپلو لوړپوړ چارواکو لخوا ښه ملاتړ تر لاسه کړی.
دا څو وم وار دی چي د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د خبرو اترو ږغ راپورونه خپريږي. خو تر ډير لږ ځنډ وروسته هغه طالبان بيرته رد کړي.
ويل کيږي دغو کسانو ته چي اوس د طالبانو په استازيتوب د افغان حکومت سره خبري کوي پوره صلاحيت ورکړل سوی تر څو د ملا محمد عمر په نوم خبري وکړي.
ورځپاڼه ليکي چي دغه خبري د کوټي د شورا لخوا په لومړي ځل پيل سوي دي. د کوټي شورا د افغان طالبانو مشرتابه ته وايي چي د پاکستان څخه فعاليت کوي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه د خپلو سرچينو په استناد ليکي چي دغه خبري د سولي د يو تړون پر سر پيل سوي، چي له مخه به يې طالبان په حکومت کي ونډه ولري او د متحده ايالاتو او ناټو ځواکونه به د افغانستان څخه و ايستل سي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: نسيم صابر