1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د زلزلې تلفات ۱۱۵ کسانو ته رسېدلي

۱۳۹۴ آبان ۵, سه‌شنبه

د وروستيو راپورونو له مخي په افغانستان کي د دوشنبې ورځي زلزلې ۱۱۵ کسان وژلي او په سوونو نور ټپيان کړي دي. دغي زلزلې چي شدت ئې ۷،۵ اټکل سوی دئ په زرونو کورونه ويجاړ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GuzD
Afghanistan Erdbeben Zerstörung in Behsud
انځور: Reuters/Parwiz

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د يوه ويديويي کنفرانس له لاري د زلزلې له کبله تاواني سوو ولايتونو حالت له واليانو سره په خبرو کي وارزاوه.

د جمهوري رياست دفتر د راپور له مخي له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې وزير ويس احمد برمک ويلي دي: «تر اوسه پوري زموږ ارزوني ښيي چي د دغي زلزلې له کبله مو ۱۱۵ هيوادوال وژل سوي دي.»

هغه زیاته کړې ده چي په دغه زلزله کي ۵۳۸ کسان ټپيان سوي، ۷۶۳۰ کورونه او ۲۰ مسجدونه په بشپړه توگه نړېدلي او ۹ دولتي ودانۍ زيانمني سوي دي.

دغي زلزلې په ځينو ليري پرتو سیمو کي د اوبو بندونه او لويي لاري هم ويجاړي کړي دي.

ولسمشر غني لارښوونه کړې ده چي له ځپل سوو کورنيو سره د مرستي له پاره له هر ډول امکاناتو څخه کار واخيستل سي په ځانگړې توگه له هوايي ځواکه.

هندوستان، امريکا متحدو ايالاتو او ملگرو ملتونو له افغانستان سره د مرستي اعلان کړی دئ. د آلمان غير دولتي سازمان چي «په نړۍ کي له لوږي سره مرسته» نوميږي هم د مرسته رسولو يوه بېړني پروگرام د جوړولو اعلان کړی دئ.

دغي زلزلې په پاکستان کي هم ډېري تلفات او ويجاړی رسولي دي. په اته ئې معلومات په لاندي انځوريز راپور کي وگورئ.