1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په افغانستان کي د داعش مشر وژل سوی دی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه

د افغان او امريکايي ځواکونو په گډو عملياتو کي په افغانستان کي د داعش مشر عبدالحسيب وژل سوی دئ. چارواکو ويلي دي چي له هغه سره د داعش نور مشران هم وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2ca35
Afghanistan Soldaten in der Provinz Nangarhar
انځور: picture-alliance/Photoshot/R. Safi

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د يکشنبې په ورځ په يوه خپره کړې خبرپاڼه کي ويلي دي چي عبدالحسيب يوه اوونۍ مخکي د افغان او امريکايي ځواکونو د گډو عملياتو پرمهال په ننگرهار کي وژل سوی دئ.

په خبرپاڼه کي راغلي دي چي دغه عمليات يوه ورځ وروسته له هغه تر سره سول چي په افغانستان کي دوه امريکايي عسکر ووژل سول.

د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت (پنتاگون) هم د يکشنبې په ورځ په واشنگټن کي په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي چي له حسيب سره د داعش نور مشران هم وژل سوي دي.

د پنتاگون له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي په مارچ مياشت کي د کابل پر پوځي روغتون د بريد پړه شخصن د حسيب پرغاړه وه. په دغه بريد کي ۴۹ کسان ووژل سول او نژدې ۷۶ نور ټپيان سول.

په خبرپاڼه کي زياته سوې ده: «حسيب خپلو جنگيالو ته لارښوونه کړې وه چي قومي د مشرانو سرونه دي د هغوی د کورنیو په مخ کي پرې کړي.»

په افغانستان کي امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن د افغان ځواکونو وړتيا ستايلې ده. او ويلي ئې دي چي له افغان امنيتي ځواکونو سره په گډه به افغانستان له داعش خلاص کړي.

زموږ له ارشيف څخه: