1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د جگړې پای نه تر سترگو کيږي

۱۳۸۹ مرداد ۱۸, دوشنبه

د فرانسې محافظه کاره ورځپاڼه ليفيگارو( Le Figaro) په افغانستان کي د لوېديځو هيوادونو د مرستندويه کارکونکو تر وژلو وروسته په تبصره کي ليکي چي:

https://p.dw.com/p/OfGb
هيڅ څوک ددې جگړې د پای ته رسيدو فکر نسي کولای
هيڅ څوک ددې جگړې د پای ته رسيدو فکر نسي کولایانځور: AP

« دغه نوي فاجعې يوار بيا دا روښانه کړه چي طالبان ډير متعصب دي.»

ورځپاڼه ليکي، سړی ته پوښتنه پيدا کيږي چي آيا داسي ورځ به هم راسي چي په دغه هيواد کي به سوله راسي؟

د ورځپاڼي په خبره د ۲۰۰۱ ميلادي کال راهيسي روانه جگړه چي امريکايانو او د هغوئ متحدينو د افغانستان په لوړو او ژورو کي پيل کړې، د بايللو په حال کي ده.

« هيڅ څوک ددې جگړې د پای ته رسيدو فکر نسي کولای، که څه هم چي بارک اوباما په پام کي لري چي د ۲۰۱۱ کال د جولای په مياشت کي به د سرتيرو په ايستلو پيل وکړي.»

ليفيگارو ليکي چي د امريکايانو دغه پلان په هيڅ صورت د افغانستان د پراختيا د پاره حق په جانبه نه دی.

« دا کار ددې ښکارندويي کوي چي په هغه هيواد کي څوره وضع خبرابه ده. دې شانو ته په کتو سره سړی هيڅ اټکل نسي کولای چي په افغانستان کي به يو وخت هم جگړه پای ته رسيږي.»

په افغانستان کي د جگړې پايلي مثبتي نه دي، ليکن د ويټنام د جگړې سره بيا هم نسي پرتله کيدای. خو سره له دې د جگړې په ستراتيژې کي بايد بدلون راسي.

ag/ زيارمل

کتونکی. عبدالباري حکيم