1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د جگړې ناوړي اغېزې

۱۳۹۱ فروردین ۲۰, یکشنبه

د افغان ولسمشر د روغتیایي چارو سلاکار وزیر ويلي دي چې په افغانستان کې څو کلنۍ جگړې د نورو ناخوالو سربیره افغانان په گڼو رواني ناروغینو اخته کړي دي.

https://p.dw.com/p/14ZTC
انځور: dapd

د حامد کرزي د روغتیایي چارو سلاکار فیض الله کاکړ په کابل کې له دویچه ویله (آلمان غږ) سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې دغه څرگندونې کړې دي. په مرکه کې د روغتیایي ستونزو په اړه خبرې اترې شوي دي.

د ولسمشر کرزي سلاکار په خپله مرکې کې ویلي دي چې په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې روغتیا ته ډیره پاملرنه شوې ده، خو بیا هم د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره د پرتلې وړ نه ده.

د هغه په وینا د بیلګې په توګه په افغانستان کې اوس هم د سل زره ماشومانو د زیږیدنې په مقابل کې شاوخوا ۴۰۰ میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په پاکستان او ایران کې د زیږون پر مهال د میندو مړینه تردې بریده نه ده. خو لس کاله وړاندې روغتیايي وضعیت تردې هم خراب وو.

کاکړ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له څو کلونو راهېسې جګړې او نا امني د دې لامل شوې چې په دغه برخه کې د پرمختگ مخه ډب کړي او روغتیايي کلینکونه له منځه ولاړ شي. د هغه په وینا پر دې سربیره د اوږدې جگړې له امله هم خلک له ګڼو رواني ناروغیو سره مخ دي د بیلګې په توګه د افغانانو ترمنځ د ډیپریشن ناروغي زیاته ده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په لیرې پرتو سیمو کې صحي خدماتو ته د خلکو لاس رسی څه ډول دئ، ته په ځواب کې وویل چې د دوی تر ټولو لویه ستونزه همدغه سیمو ته د صحي خدماتو رسول دي چې یو لامل ئې په نوموړو سیمو کې د امنیت نشتوالی دئ. د هغه په وینا د لوړو معاشونو سربیره هم ډاکټران په نا امنه سیمو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

د ولسمشر کرزي سلاکار په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د ده په آند رواني مشکلات په افغانستان کې ډیر زیات دي چې دا ستونزه بیا تر ډیره په افغاني میرمنو کې بیخې زیاته لیدل کیږي.

کاکړ په خپله مرکه کې زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت لوی پلان دا دئ چې د روغتونونو وضعیت ښه کړي، حکومت هڅه کوي چې په سترو ښارونو کې داسې روغتونونه جوړ کړي چې په هغې کې د زړه او د سرطان د ناروغیو د درملنو له پاره متخصصین ډاکټران په دندو وګماري، ترڅو زمونږ هېوادوال د دغه راز ناروغیو د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته لاړ نه شي.

کابل/محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: سید ریاض